Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګالپ: د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له هېواده د وتلو په هڅه او فکر کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/06

ګالپ نشریې په خپله  تازه خپره شوې څېړنه کې ویلي،په  منځنۍ کچه  ۵۳ سلنه افغانان،چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي جوړېږي،پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته د تېر په پرتله په زیاته اندازه  په دې کوښښ او فکر کې دي،چې هېواد پرېږدي.

 

څېړنه کې ویل شوي، افغانان د اقتصادي، پر دوی له محدویتونو او نورو ستونزو له امله د دې غوښتونکي دي،چې له افغانستانه ووځي او اروپا ته کډوال شي،چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال پرتله په کې درې سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ګالپ نشریې د راپور یوه برخه:« اوس مهال په بالقوه توګه زیات افغانان غواړي،چې خپل هېواد پرېږدي،ځکه چې د طالبانو په حاکمیت سره میلیونونه خلک په دغه هېواد کې له لوږې او غربت سره مخ دي. پر اوکراین د روسیې له برید وروسته په زیاته اندازه اوکرایني وګړي له دغه هېواده وځي، چې دغې پېښې له افغانستانه د نړۍ پام اړولی او افغان کډوال له هېرېدو سره مخامخ دي.»

بل خوا د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرسیتال بلال کریمي بیا د یادې نشریې راپور بې بنسټه بولي او وايي، د افواهاتو پر بنسټ یې خپور کړی دی.

کریمي زیاتوي:«  دا ډول راپورونه او په ځانګړي ډول دا راپور چې نشر شوی دی، زموږ په نظر د ناسمو مالوماتو پر بنسټ او یا هم یو پروپاګند په توګه نشر شوی دی.» 

د چارو  یو شمېر شنونکي بیا وايي،نړۍ د افغانانو اوسنۍ کډوالۍ ته سیاسي رنګ ورکوي.

دوی په دې باور دي،چې ناقانونه کډوالي د هېواد په سیاسي او ټولنیز بهیر بده اغېزه لري او اسلامي امارت دې د شته ستونزو حل ته لار پیدا کړي،تر څو د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی وشي.

د سیاسي چارو شنونکی بلال فطمي وايي:« د افغانستان کډوالۍ ته  اوس سیاسي بڼه ورکړل شوې ده. دا داسې ښودل کېږي،چې د طالبانو له  راتګ وروسته کډوالي زیاته شوې ده.» 

په ورته مهال بهرمېشتي او په کور دننه افغانان وايي،ډېری کورنۍ او ځوانان د اقتصادي ستونزو او وضع شویو محدودیتونو له امله اړ کېږي،چې هېواد پرېږدي.

په ترکیه کې افغان کډوال عرفان حسن وايي:« متاسفانه خلک ځورول کېږي.  متاسفانه زموږ خبریالان او د بیان ازادۍ پلویان نیول کېږي. دوی په یو نه یو ډول ځورول کېږي.»

اسلامي امارت وايي، اقتصادي ستونزې لنډمهالې دي او هڅه کوي،چې شته ستونزې حل او د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:«  په مجموع کې موږ د دې غوښتونکي یو،چې هېوادوال په هېواد کې پاتې شي،ځکه امنیت تامین دی. د ژوند کولو زمینه برابره ده. که اقتصادي ستونزې دي یا هم نورې ستونزې، دا لنډمهاله دي. هېله مندي شته دی،چې هغه هم حل شي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم له هېواده په سلګونه زره افغان کډوال کاونډیو او اروپايي هېوادونو ته روان دي،چې د تېرو کلنو پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

باور دا دی،که په کور دننه د کاري فرصتونو نشتوالی، د ښوونیز بهیر تړل، اقتصادي او ګڼې نورې شته ستونزې ناحله پاتې وي، لرې نه ده،چې د کډوالۍ دغه شمېر نور هم زیات شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist