Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کرزي او ویسټ د نجونو دښوونځیو پر ژر پرانېسته  ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/06

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي توماس ویسټ د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره تلفوني خبرو کې د نجونو د ښوونځیو پر ژر پرانېسته ټینګار کړی دی.

حامد کرزي پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي دي،په دې تیلیفوني اړیکه کې یې د افغانستان لپاره د امریکامتحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره یې د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې کړي دي. 

کرزي زیاته کړې،چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په تړاو یې هم سره بحثونه کړي او د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانېسته هم بحثونه ترسره شوي دي.

ددغې تلفوني اړیکې په تړاو بتوماس ویسټ بیا ویلي،له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې  د نجونو ښوونځیو پرانېسته ټینګار شوی او د افغانستان  د نړیوال مشروعیت د بهیر په اړه هم خبرې شوې دي.

ویسټ زیاته کړې:«له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره مو ډېرې ښې خبرې وې. موږ په دې تړاو د نظرونو تبادله وکړه،چې د نجونو ښوونځي باید ژر پرانېستل شي او د افغانستان د راتلونکي په تړاو مو د نړیوال مشروعیت د بهیر په اړه هم خبرې وشوې.» 

مخکینۍ دیپلوماته شکریه بارکزۍ بیا وايي،د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي اړیکو خربوالي قیمت به افغان ولس ورکوي او اسلامي امارت  باید ولس له دغه ډول ستونزو وژغوري. 

بارکزۍ وايي ،د نجونو د ښوونې اوروزنې پر وړاندې پراته ټول خنډونه باید لرې شي.

بارکزۍ  زیاته کړه:« هر هغه سیاسي او ډیپلوماتیکه اړیکه،چې له افغانستان سره خرابېږي،په حقیقت کې د افغانستان خلک په یو ډول نه یو ډول قیمت یې ورکوي. تاسې فکر وکړئ، که چېرې پر افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شي، د افغانستان خلک به نور څه وکړي. په اوسنیو شرایطو کې طالبان باید داسې یوه تګلاره غوره کړي،چې هم له نړۍ سره په تعامل کې او پر کوردننه له خپلو افغانانو سره. »

د تعلیمي کال په پیل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امري ثاني پورې د اسلامي امارت له لوري وتړل شول،چې دغه کار نړیوال غبرګونونه درلودل او ان تر دې چې ځینو هېوادونو له افغانستان سره له خپلو اعلان شو مرستو انکار وکړ.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist