Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: د چین ناسته خورا ګټوره وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/05

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي چین کې له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان په تړاو د چین په کوربتوب د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو  ناسته مهمه یاده کړه او زیاته یې کړه،چې چین د اسلامي امارت له خوا افغان سفارت ته استول شوي،ډیپلوماتان منلي دي.

متقي وايي،د چین وروستي اقدامات د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد پر ښه نیت دلالت کوي.

متقي زیاته کړه:« مننه کوم، چې د افغانستان محصولاتو ته یې چین ته د لېږد زمینه برابره کړې. چین کې د افغانستان سفارت کې زموږ ډيپلوماتان منلي دي. دا ټولې هغه هڅې دي،چې د چین پر ښه نیت دلالت کوي. » 

امیر خان متقي وايي، هېواد کې د شل کلنې جګړې له پای وروسته د بیا رغونې او اقتصادي  ودې زمینه برابره شوې ده او په مرسته به یې افغانستان پر اقتصادي مرکز او د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو پر وصل نقطې  بدل شي.

په ورته وخت کې متقي وايي، سیاست یې متوازن او پر اقتصاد متمرکز هغه دی او موخه یې له ټولو هېوادونو سره د مثتبو اړیکو پالل دي.

هغه زیاتوي:« د افغانستان اوسنی حکومت د تېرو حکومتونو خلاف د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړېکې غواړي. موږ یو اقتصاد محوره او متوازن سیاست غوره کړی دی، د هغې په رڼا کې نه غواړو،چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو قوتونو د ټکر مرکز شي، یا دې په سیمه کې له ځېنو هېوادونو سره په ټکر کې راشي.» 

 د هېواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر د داعش وسله والې ډلې په تړاو وویل،د امریکا متحده ایالتو له خپل شل کلن حضور سربېره یې هم دلته تحرکات درلودل،خو دوی د خپلې واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې دا ډله له منځه یوړه.

متقي  وايي، هېواد  یې له ژمنې سره سم د نورو لپاره ګواښ نه دی.

هغه زیاته کړه:«افغانستان د نړۍ هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه دی. د افغانستان خاوره اوس هېڅوک د هېچ چا پر ضد نه شي کارولی. افغانستان کې اوس امن دی. له ټولو سره مثبتې اړیکې غواړي. پر نړیوالو هم زموږ حق جوړېږي،چې له افغانانو سره  مرسته وکړي.»  

امیر خان متقي نېوکه وکړه،چې په تېروشلو کلونو کې افغانستان کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی او دوی لا هم په هېواد کې معیاري روغتونونونه او سړکونه نه لري.

هغه له نړیوالو وغوښتل،چې افغانستان خپل آرام ژوند ته پریږدي او له دوی سره په ټولو برخو کې مرستې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist