Skip to content
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې له جګړو د پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنو له امله د ماشومانو د مرګژوبلې په تړاو اندېښن دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوه وړځې وړاندې هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
یونیسف ویلي، په افغانستان کې د چاودنو له امله د ماشومانو مرګ ژوبله د زیاتېدو په حال کې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دغه صندوق ویلي، کیدای شي په راتلونکې کې هم ورته پېښې رامنځته شي، ځکه په وینا یې په وروستیو میاشتو کې ګڼې کورنۍ خپلو پخوانیو سیمو ته چې مخکې د جګړې کرښې وې،ستنې شوې دي.
یونیسف په افغانستان کې له ټولو اړخونو غوښتنه کړې ده،چې خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او له جګړې څخه د پاتې ناچاوده مهماتو د پاکولو لپاره لاس په کار شي.