Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره ګوري

بایډن ته د ټرمپ وړاندیز؛ بېرته افغانستان ته ولاړ شئ او خپل مالکیت راټول کړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/03

د امریکا متحده ایالتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد پر اوسني ولسمشر جو بایډن تور پورې کړی دی،چې په د میلیاردونو ډالرو پر ارزښت وسله یې په افغانستان کې پرېښې ده.

 ټرمپ اوسني  ولسمشر بایډن ته وړاندیز کړی دی، چې افغانستان ته دې ولاړ شي او خپل ملکیت دې را وباسي.

اخوا د سیاسي چارو شنوونکي د امریکايي مشرانو دغه ډول څرګندونې د هغوی ګوندي اختلافات بولي او په خبره یې امریکا له خپلو وتلو وړاندې مهمه وسله واېستلې وه.

د سیاسي چارو  شنونکی طارق فرهادي وايي:« د  ټرمپ دغه خبرې له بایډن سره د رقابت په خاطر دي،چې په ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د هغه تېروتنې او خلا ګانې خلکو ته وښيي،ځکه امریکا له خپلو وتلو وړاندې خپلې چورلکې او مهم تجهیزات اېستلي او دغو ماتو ګوډو هاموې ګانو پسې نه راځي.» 

یو شمیر نور هم د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه خبرې له بایډن د غچ اخېستلو په مانا بولي او وايي تر دې پورته هیڅ ارزښت نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ټرمپ له پوتین سره نږدې اړیکي لري او د امریکا د خلکو لپاره نه منل شوې څېره ده، نو دا څرګندونې یې له بایډن د غچ اخیستو لپاره دي،چې په نړیواله کچه ترې خپل غچ اخېستل غواړي، نو امریکا له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او دا کار هیڅکله نه کوي.»

ټرمپ په دغو خبرو کې بایډن په دې ډول یاد کړ،چې پخپلو کارونو او پلانونو نه پوهیږي،چې څه ډول یې مخ ته یوسي.

شنونکي بیا وايي،  د ټرمپ دغه څرګندونې د کورني مصلحت لپاره دي او په افغانستان اغیز نه شي لرلی.

د سیاسي چارو شنونکی حبیب الله جانبدار وايي:« د ټرمپ څرګندونې د داخلي سیاسي مصلحت لپاره ویل شوي دي. بهرنی اغیز نه شي درلودی، صرف یوه تبلیغاتي بڼه لري او د هغوی داخلي کړکیچ دغه حالت ته رسیدلی ،چې یو بل ته بهانې ګوري.» 

خو په افغانستان کې د تېر نظام تر سقوط څو ورځې وړاندې او څو ورځې وروسته هم د امریکايي ځواکونو له لوري زرګونه تجهیزات واېستل شول او د اګسټ میاشتې تر ۳۰ نیټې دغې لړۍ دوام درلود.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist