Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت باید  د ملي اجماع لپاره ټول افغان سیاسیون سره راټول کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/03

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د ولسونو او ټولو افغان سیاسیونو د یووالي لپاره او په دې تړاو د ملي اجماع د جوړښت په موخه دې اسلامي امارت ګړندي ګامونه پورته کړي.

دوی وايي، اوسنی نظام دې د پخوانیو افغان سیاسیونو بېرته راتګ زمینه برابره او د باور جوړونې فضاء دې پراخه کړي.

پخوانۍ ډیپلوماته شکریه بارکزۍ  وايي:« زه فکر کوم،اوسني خلک چې په افغانستان کې سیاسي او نظامي واک یې په لاس کې دی، باید دومره لېوالتیا وښي،چې بېرته افغانستان د افغانانو ګډ کور کړي، ترڅو هېچ افغان داسې فکر ونه کړي،چې له افغانستانه بهر خپل کور ورته بې ګانه شوی دی. زه فکر کوم، د یوې سیاسي اجماع لپاره دا ډېره اړېنه ده،چې بېرته ټول د افغانستان خلک، سیاسیون پر ګډه سره راټول شي.»

ځینې په دې اند دي،هغوسیاسیونو چې په تیره شل کلنه دوره کې د خلکو پر وینو او سر تجارت کړی او اوس له هېواده بهر تلي دي،د خلکو په منځ کې ځای نه لري .

دوي وايي،دغه ډله سیاسیون دې د بیا ځلي لپاره په افغانستان کې د قدرت جزیرو جوړول خوبونه نه ګوري او را دې شي عادي ژوند دې پیل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«هر افغان تبعه کولای شي،چې افغانستان ته تګ راتګ وکړي. افغانستان د ټولو هېواد دی. افغان سیاسیون مخکې له دې چې ولاړ شي،باید ځان په ایینه کې وګوري او دا پوښتنه لومړی له ځانه وکړي،چې د خلکو له سترګو لوېدلي یا هم دا چې په راتګ سره به د خلکو له هرکلي سره مخ شي. په دې فکر کې دې نه وي،چې د قدرت جزیزې دې بیا تشکیل کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت بیا وايي، اسلامي امارت دې هم له تیرو حاکمانو درس واخلي او د ځان او ولس ترمنځ دې واټن نه رامنځته کوي .

حکمت وايي، اسلامي امارت ته په کار دي،چې د خلکو زړونه لاسته راوړي او هغه څه ترسره نه کړي، چې ولسونه پرې خفه کیږي.

هغه زیاته کړه:« که چېر اوسني حاکمان د خلکو زړونه خپل نه کړي او پر رښتینې توګه د خلکو ازادۍ ته احترام قایل نه شي، وېره دا ده،چې افغان زده کړیال به له دې خاورې ووځي.»

ترامرې ثاني له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځیو د دروازو تړل هغه څه دي،چې ولسونو ته د منلو نه دي او خلکو د نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانېستل غواړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist