Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زده کړیالان: د کاري فرصتونو نه شتون اندېښمن کړي یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/02

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه زره زده کړیالان په پوهنتونونو کې پر لوړو زدکړو بوخت دي،خو کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې تازه فارغ شوي زده کړیالان اندېښنه لري،که کاري فرصتونه ورته برابر نه شي، کړې خوارۍ به یې عبث شي. 

یو تازه فارغ  شوی زده کړیال وايي:« زموږ ډېری ملګری، هغوی چې کله له پوهنتونه فارغ شوي، دنده نه لري. زه اوس هم داسې ملګري پېژنم،چې ان د ماسټرۍ ترکچې یې زده کړې کړي،خو بې کاره دي. خو زه له اسلامي امارته یوه هېله لرم، چې زموږ په شمول، چې اوس موږ فارغ کېږو، نور زده کړیالان هم راځي، له دې وړاندې هم فارغین  شته دی، باید دوی ته کاري فرصتونه پیدا کړي. » 

د پوهنتون يو شمېر استادان او د نظر خاوندان بيا له هېواده د افغان کادرونو وتلو ستر لامل د کاري فرصتونو نه شتون بولي او په خبره یې، که پر کوردننه ورته د کار زمینه برابره شي،د هېواد پرمختګ لامل کیږی. 

د پوهنتون استاد نصرت الله نصرت وايي:«  دا کادري غړي، هر هېواد،چې تاسې په نړۍ کې ګورئ، هغوی په اصطلاح سره دوی پسې سترګې وځي، چاته نه رسېږي،بلکې ځوانان له بهره خپل هېواد ته راغواړي. هلته کار پرې کوي، ثمره ترې اخلي. خو متاسفانه په افغانستان کې دغه ډېری استعدادونه له خاورو سره خاورې شوي دي. » 

ځینې نور زده کړیالان بیا وايي، ځوان کادرونه په هره برخه کې وړتيا لري او باید د وتلو مخه یې ونیول شي. 

عام باور دا دی،چې اسلامي امارت دې په خپله کابینه کې په لوړو او ټيټو بستونو هغه کادرونو ته ځای ورکړي،چې په بېلابېلو برخو کې يې زده کړې کړي او تخصص پکې لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist