Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

نړیوال بانک افغانستان کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت څلور سترو پروژو چارې وځنډولې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/31

نړیوال بانک د افغانستان کې د اسلامي امارت  له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو په غبرګون کې د ۶۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت خپلې څلور سترو پروژو چارې وځنډولې.

یاد بانک وايي، د دغو پروژو چارې  به تر هغې ځنډیدلې وي،چې دوی د افغانستان د وضعیت په تړاو ډاډمن شوي نه وي.

د نړیوال بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« کله چې نړیوال بانک او نړیوالو همکارانو یې په افغانستان کې وضعیت ښه درک کړ او ډاډ یې ترلاسه کړ،چې موخې یې پلې شوې دي،نو بیا به ځنډول شوې پروژې بیا پېل کړي.» 

اخوا داقتصادي چارو شنوونکي اندیښنه څرګندوي،که د اسلامي امارت له لوري دا چلن دوامداره شي،نو امکان شته دی،چې ملګري ملتونه او نور مرستندویه هېوادونه هم خپلې مرستې لغوه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی  نورالله عزیز عزیز وايي:« د دغو مرستو ځنډیدل به په اوسني وضعیت کې پر افغانستان باندې ډېر ژور وي. ځکه افغانستان په داسې حالت کې دی،چې د نړیوالو مرستو او په ځانکړې توګه د نړیوال بانک مرستو ته ډېره اړتیا لري،ترڅنګ یې که وضعیت همداشان دوام وکړي،نورې مرستې به هم چې د ملګرو ملتونو له لارې کیږي، بندې شي.» 

اخوا ځینې نور بیا وايي، د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه روغتیايي پروژو ته ځانګړې شوې وه،چې اوس مهال د افغانستان لپاره ډېره اړینه ده،چې بندیدل به یې هم، ډېر سخت زیانونه ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی  جبار ساپی  وايي:« زموږ صحي برخه کې نړیوال بانک ډېرې ښې پروژې درلودې، که چېرته خدای نخواسته دغه پروژې بندې شي،نو صحي برخه کې چې زموږ ولس اشد ضرورت لري، ډېر متضرر شي. په ځانګړې توګه هره مرسته، چې د نړیوال بانک له لوري تمویل کیږي او هغه بندیږي، نو پر افغانستان بد تاثیرات لري.» 

دغه پروژې د ښوونیزو، روغتیايي، کرنیزو او بشري مرستو په برخو کې وې،چې اوس مهال ورته ډېره اړتیا ده. 

د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د  نجونو زده کړو مخنیوي له ملګروملتونو نیولې، تر اروپايي ټولنې او امریکا پورې د  نړیوالې ټولنې غبرګونونه راپارولي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist