Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بریټانیا له افغانستان سره ۳۷۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/31

د بریتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ  د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۱۰ مه» له  افغانستان سره د ۲۸۶میلیونه پونډه مرسته اعلان کړه،چې  ۳۷۴میلیونه امریکایي ډالر کیږي.

 

د دې بشري مرستو په تړاو د بریټانیا حکومت په خبرپاڼه کې راغلي،چې یادې پیسې به د ژوند ژغورنکو خوړو، روغتیایي برخې او له وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره د مرستې برخه کې ولګول شي.

په پام کې ده،چې دغه پیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو له خوا مصرف شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د بریټانیا دا مرسته شوې پیسې به د ملګرو ملتونو ادارو او باوري انجیو ګانو په مرسته ولګول شي. د دغو پیسو هېڅ برخه به په مستقیم ډول د طالبانو لاس ته ونه غورځي. له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې  ۶۰ روغتونونه د بریټانیا له خوا تمویل شوي دي.»

د  بریتانیا دا مرستې داسې مهال اعلان کېږي،چې ټاکل شوې ده،چې یاد هېواد او جرمني په ګډه د افغانستان په تړاو د  ملګرو ملتونو هغه کنفرانس کوربتوب وکړي،چې ملګري ملتونه به په کې ۴ میلیارده ډالر راټولوي.

دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې لومړی ځل دی،چې د یوه هېواد لپاره په دې کچه د پیسو غوښتنه کیږي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې  لیز ټرس ویلي،هڅه به وکړي،په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره پراخې مرستې لاجلب کړي.

ټرس زیاته کړې:« بریټانیا د نړۍ نور هېوادونه راټولوي،ترڅو د افغانانو ملاتړ وکړي او له افغانستان سره د روغتیا، خوړو او پناه برخو کې مرستې وکړي. موږ له خپلو متحدینو او ملګرو سره پر ګډه له افغانستان سره د مرستو لپاره ډېر څه کولی شو.»

ویل کیږي،د یاد کنفرانس پر مهال به لیز ټرس په افغانستان کې ښځو پر مساوي حقونو او نجونو ته د ښوونځیو د بیا پرانېستلو باندې هم تمرکز وکړي.

بل خوا د بریتانیا حکومت طارق احمد په نوم یو وزیر ویلي، ویاړي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانس کوربتوب کوي او زیاته کړې یې ده،چې د افغانستان خلک نه یوازې دا چې د ژوندي پاتې کېدلو حق لري،بلکې د آزاد ژوند او ژوند کې د پرمختګ حق هم لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist