Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالۍ نړیواله اداره: افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه خلک بې روزګاره دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/08

د ملګرو  ملتونو د کډوالۍ ادارې د ټولنو اړتیاوو د ارزونو لړۍ پر دوام د خپلې څوارلسمې ارزونې پایلې خپرې کړې. 

   دغه ارزونه چې د تېر ۲۰۲۱ کال په وروستیو دوه میاشتو کې شوې، بوږنوونکي ارقام ښیي.

د دې ادارې دا پړاو ارزونه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۱ ولسوالیو کې ترسره شوې ده،چې ټولټال په کې ۸۲ زره ۸۶۰ کسان پوښتل شوي دي. 

  د ارزونې په سر کې د افغانستان د اتلس کلونو د پورته عمر لرونکو بې روزګاره خلکو شمېر ښودل شوی دی، چې سلنه یې ۸۳ ته رسیږي.

د کډوالۍ  نړیوالې ادارې راپور یوه برخه:«  له ۱۸  کلونو پورته بې رزوګاره خلک، ۱۹ میلیونه، ۹۵۰ زره ۹۸۱ کسان دي، چې  د ټول نفوس ۸۳ سنله خلک کیږي. ۱۰میلیونه، ۱۰۲ زره او ۹۹۱ کسان روغتیايي مرکزونو ته نه ځي،چې د ټول نفوس ۲۱ سلنه خلک کیږي. ۲۶ میلیونه، ۷۸۲ زره او ۲۳۶ کسان د څښلو اوبو ته  اړتیا لري،چې د ټول نفوس ۵۷ سلنه خلک کیږي. د هرې افغانې کورنی پور، ۴۲ زره او ۴۱۶ افغانۍ دی، چې ۴۷۱ ډالر کیږي.» 

د کډوالۍ ادارې په افغانستان کې د کورونايي وضیعت په تړاو هم اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی دی،چې د دې وبا د لا خپریدو مخنیوي په موخه باید په روغتونونو کې د شکمنو ناروغانو د ټیسټونو اخیستلو  ظرفیت لوړ شي. 

 د یادې ادارې  ارزونې پایلې ښيي،چې د خوړو نه خوندیتوب، کمزوري اقتصاد او بازار ته د خلکو محدود لاسرسي له امله افغانان په اوونۍ کې تر شپږو ورځو حبوبات خوري.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې راپور یوه برخه:« ۷ زره ۹۹۳ کلیو ته په تېرو شپږ میاشتو کې بشري مرستې نه دي رسیدلي ،چې د ټولو کلیو ۶۱ سلنه کیږي. یو میلیونه،  ۴۶۵ زره او ۴۷۸ کسان معیوب یا معلول دي،چې د ټول نفوس درې سلنه کیږي. دوه میلیونه ۱۳۱ زره او ۲۵۵ ماشومان ښوونځیو ته نه ځي،چې د ټولو افغان ماشومانو ۳۷ سلنه کیږي.» 

د کډوالۍ نړیوالې ادارې دا څوارلسم پړاو ارزونه ښیي،چې د تېر پړاو ارزونې پرتله افغانستان کې د فقر کچه لوړه شوې، بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې او په وینا یې د دوی لخوا ارزول شویو یوازې ۳۸ سلنه کلیو بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

په یاده اروزنه کې همداراز ویل شوي دي،چې نږدې ۶ میلیونه خلک پر کور د ننه بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې بهر ته د کډوالو شمېر څه باندې څلور نیم میلیونو ته رسیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist