اوه کلن ابوبکر چې دوکان ته د ځان لپاره په سودا پسې وتلی و، د پیسو لپاره انسان تښتونکو برمته کړ.
اوس برمته کوونکي امنیتي ځواکونو نیولي، ابوبکر او کورنۍ یې خوشاله دي چې بېرته خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی.
د ابوبکر پلار ټینګار کوي چې د ورته پېښو مخنیوي کې دې امنیتي ځواکونه لا خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
ژغورل شوی ماشوم ابوبکر وايي: « ما سودا راوړله، دوی راغلل او راته ویې ویل چې د چا زوی یې؛ ما ورته وویل د محب الله زوی یم. راته یې وویل راځه په موټر کې کېنه، ما نه وویل، خو دوی په زور موټر کې کېنولم. زه ډېر و ورېدم، دوی زما پښې او لاسونه وتړل او دوا یې راکوله.»
د ژغورل شوي ماشوم پلار محب الله وايي: « ما زوی د شپې اووه بجې ورک شو، خو د خدای په فضل مجاهدینو د شپې په ۱۱ بجو پيدا کړ او برمته نیونکي یې هم ونیول. زه له ټولو امنیتي ځواکونو او استخباراتو مننه کوم، دوی د قدر وړ دي.»
ولایتي مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د خلکو ژوند خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او زیاتوي چې د ناقانونه کړنو ترسره کوونکو ته هېڅ فرصت نه ورکوي.
د کندوز والي محمد خان دعوت وايي: « کله چې خلکو ته کومه ستونزه پېښېږي، سملاسي دې پولیسو یا استخباراتو ته خبر ورکړي، مجاهدین به د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
د کندوز اطلاعاتو او کولتور رییس ګل محمد الیاس وايي: « پرون ماښام د نمانځه پرمهال ابوبکر د وسله والو انسان تښتونکو له خوا تښتول کېږي او د کالباد ولسوالۍ ته یوړل کېږي. د ماشوم کورنۍ مجاهدینو ته احوال ورکړی او د مجاهدینو له لټون سره سم په کالباد ولسوالۍ کې نیول شوي او ماشوم یې له منګولو خوشي شوی.»
بل لورته نیول شويو انسان تښتوونکو اعتراف کړی چې د ماشوم برمته کېدو موخه يې د پیسو ترلاسه کول وو.
برمته کوونکی سرور وايي: « زه د موټر چلوونکی یم، امام صاحب ته لاړو او ملګري مې دا ماشوم برمته کړ. بیا د کالباد ولسوالۍ دلشاد کلي ته راغلو، خو لس دقیقې تر منزله پاتې وې چې ګیر شوو.»
برمته کوونکی احمدشاه وايي: « دا ماشوم مې ځکه برمته کړ چې له کورنۍ یې پیسې واخلم، د وژلو هوډ مې نه درلود او نه دښمني لرم.»
که څه هم دا ډول پېښې ژر د امنیتي ادارو له خوا شنډې شوې، خو لا هم خلک ټینګار کوي چې امنیتي ادارې دې یاده شوې برخه کې هڅې لاګړندۍ کړي.