بریټانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له هر ډول سفر کولو ډډه وکړي. د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د افغانستنان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه لا هم حل شوې نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې تړلې دي.
د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي: « اوسنی وضعیت داسې نه دی چې د خوندي سفر ضمانت ورکړل شي. له همدې امله له ټولو وګړو غوښتنه کوو چې افغانستان ته د سفر له هر ډول پلان څخه ډډه وکړي. د افغانستنان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه لا هم حل شوې نه ده او په بېلابېلو سیمو کې د تګ راتګ مهمې لارې تړلې پاتې دي چې دا حالت د بهرنیو وګړو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.»
په اعلامیه کې د دې سپارښتنې موخه د بریټانوي وګړو خوندیتوب بلل شوی او ټینګار شوی چې تر بلې خبرتیا پورې له سفر ډډه وکړي.
که څه هم معمول دا دی چې اکثره هېوادونه د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره دا ډول اعلامیې له نښتو وروسته سملاسي خپروي، خو بریټانیا دا اعلامیه داسې مهال خپروي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستۍ نښتې شاوخوا ۱۱ ورځې تېرېږي.
حکومت بیا د امنیتي وضعیت په اړه دا ډول ادعاوې ردوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال قوانینو او اصولو د مراعاتولو په صورت کې د بهرنیو وګړو امنیت خوندیتوب د حکومت مسوولیت ګڼي او ډاډ ورکوي چې سیلانیان دې په دې اړه اندېښنه نهکوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان په اړه دا ډول اندېښنې بېځایه دي او افغانستان په اجازه او وېزه باندې راغلي بهرنیان خوندي دي او که د افغانستان له قوانینو سرغړونه ونه کړي، هېڅکله به ونه نیول شي. د هغوی امنیت او ورته د اسانتیاوو رامنځته کول د مختلفو ارګانونو پر غاړه دي. افغانستان اوس امن دی او هر کال زرګونه سیل کوونکي له مختلفو ځایونو لیدنه کوي.»
بله خوا، افغانستان ته یو شمېر راغلي بهرني سیلانیان بیا امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بولي او وایي، د حکومتي مسوولانو او خلکو چلن ورسره ډېر نرم او دوستانه دی. دوی د افغانستان تاریخي سیمو، اوږد تاریخ او د لیدلو وړ ځایونو ته په کتو له نورو سیلانیانو هم دلته د راتګ غوښتنه کوي.
افغانستان ته په سیل راغلې الووېیا وايي: « زه به حتما هغه کسان چې وېرېږي، وهڅوم ترڅو افغانستان ته راشي. ځکه خلک یې ډېر دوستانه او مېلمهپال دي. موږ د طالبانو له لوري هېڅ ستونزې سره مخ شوي نه یو. د تلاشۍ ډېر ځایونو وو، خو یوازې یې زموږ اسناد کتل او اجازه یې راکوله.»
سیلانۍ کاټلین ګراهما وايي: « کله چې موږ افغانستان ته راغلو، که څه هم دا جګړه ځپلی هېواد دی او په اړه یې ناسم پوهاوی شته؛ خو ډېر په زړه پورې طبیعت لري، خلک یې ډېر دوستانه دي. د لیدلو وړ ډېرې سیمې لري. له بده مرغه دلته د تېرو پېښو له امله ډېر کسان نه دي ورغلي. د خلکو چلن ډېر په زړه پورې دی.»
د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۴زېږدیز کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله، روان کال افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ په میاشتنۍ کچه شاوخوا ۳۳ سلنه زیات شوی.
معلومات ښیي چې یوازې تېره یوه میاشت کې له بېلابېلو هېوادونو نږدې ۱۰۰۰تنه سیلانیان له هوایي او ځمکنیو لارو افغانستان ته راغلي او له تاریخي او تفریحي ځایونو یې لیدنه کړې.