Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال ننګرهار کې۱۴۰۰ سوالګر راټول او مرسته ورسره شوي

روان کال ننګرهار کې۱۴۰۰ سوالګر راټول او مرسته ورسره شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت له لوري د سوالګرو راټولولو او تفکیک کمپاین پيل شو، ورسره یو شمېر ادارو ته سپارښتنه وشوه چې اړمنو سوالګرو سره د روزګار برخه کې همکاري وکړي.
ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو ریاست او امنیه قومندانۍ په ګډه دغه بهیر مخ ته وړي.
تازه يې ۲۰۰ تنو سوالګرو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې مراسمو کې وویل، د سوالګرو لپاره يې د حرفوي زده کړو او روزګار برابرولو هڅې چټکې کړې دي.
د ننګرهار شهیدانو او معلولینو چارو رییس محمد صابر ځواک وايي: « د دوی استعداد ته په کتو، هغه کسان حرفوي زده کړو ته معرفي کېږي چې کولی شي دا زده کړې وکړي. همدارنګه پرځان بسیاینې لپاره نورو موسسو سره هم خبرې شوې، هغوی ته معرفي کېږي، دوی ته کوچني کاروبارونه برابر شوي او نور هم برابرېږي.»

په همدې حال کې راټول کړای شوي اړمن کسان او سوالګر د لنډمهاله مرستو په ځای پر دایمي او داسې همکاریو ټینګار کوي چې له مخې يې روزګار برابر او په دایمي ډول ستونزه حل شي.
له سوال راګرځول شوی سرکاتب وايي: « زه غواړم ماته د کار زمینه برابره کړي؛ که ما او نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، هېڅوک به ګدايي ونه کړي.»

له سوال راګرځول شوی لعل ګل وايي: « که چېرې موږ ته کاروبار برابر شي، زه مطمئن یم چې بیا به ګدايي نه وي. زموږ پیغمبر خلک کار ته راجع کړي او له سوال کولو یې منع کړي. موږ بس د کار غوښتنه کوو نه د خیرات.»

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین چې د سوالګرو د راټولولو کمیسیون مشري کوي وایي، روان کال په دې ولایت کې یو زر ٣٨٢ سوالګر راټول کړای شوي چې ٤٤٠ تنه یې مستحق پېژندل شوي او د حکومت او مرستندویه ادارو له خوا یې مالي ملاتړ کیږي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طییب حماد وايي: « په روان کال کې مو ۱۳ سوه ۸۲ تنه سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې ۴۴۰ تنه مستحق پېژندل شوي، ۳۶۰ تنو سره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت له خوا مرسته شوې او ۲۶۰ تنو ته هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې خوا د کورنۍ د غړیو شمېر ته په کتو معاش ورکړل شوی؛ همدارنګه ۷۶ تنه هم د بېلابېلو مرستندویه ټولنو او موسسو له خوا تمویلېږي. دغه راز ۳۸ کورنۍ اوس مهال د افغان سرې میاشتې په مېلمستون کې دي.»

ننګرهار کې د سوالګرو راټولولو کمیسیون مسوولین وایي، د حکومت په شمول د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نورو همکارو ادارو له لارې، راټول کړای شویو سوالګرو ته د حرفوي زده کړو برابرولو سربېره، د دوی مالي ملاتړ ترسره کېږي او بې سرپرسته سوالګر ماشومان بیا په روزنتونونو کې ساتل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist