Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جواد: که پرموږ جګړه را وتپل شي، اوسنۍ ټولې محاسبې به ناسمې ثابتې کړو

جواد: که پرموږ جګړه را وتپل شي، اوسنۍ ټولې محاسبې به ناسمې ثابتې کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د استخباراتو لوی ریاست مرستیال یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو ګوته نیسي او وايي، دا کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.

تاجمیر جواد چې جامعه مصاح العلوم په نوم له یوې دینې مدرسې څخه د یو شمیر طالبانو د فراغت غونډې ته وینا کوله، که څه هم د دغو کړیو په اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو وايي دوی نه غواړي، افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې د عدالت، امنیت او سوکالۍ ژوند ولري.

ملا تاجمیر جواد زیاته کړې: « ځینې داخلي او خارجي کړیو په افغانستان کې د اسلامي او شرعي نظام تر چتر لاندې راغلی عدالت، امنیت او د سوکالۍ په لوري ګړندي ګامونه پر افغانانو نه لورېږي. دوی هڅه کوي چې د مختلفو بهانو پر بنسټ، افغانستان ته ستونزې او مشکلات جوړ کړي.»

د استخباراتو دغه لوړ پوړی چارواکی د سيمه‌ييز امنيت او ثبات لپاره د اسلامي امارت پر ژمنتيا ټينګار کوي او وايي، حکومت په هېڅ صورت د جګړې پلوی نه دی، خو په خبره يې که جګړه پرې وتپل شي، نو له خاورې او نظام څخه دفاع کوي او اوسنۍ محاسبې به برعکس ثابتې کړي.

د استخباراتو لوی ریاست مرستیال وايي: « موږ سیمه ییز ثبات او امنیت ته د سلامي شریعت او لارښونو او دغه راز د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یو. موږ جګړه نه غواړو، خو که جګړه پر موږ تحمیل شي، د خپل اسلامي شرعي نظام او خپلې خاورې  د دفاع په لاره کې به داسې وړتیاوې وښیو چې اوسنۍ ټولې محاسبې به ناسمې ثباتې کړي او جنګ غوښتونکي به په خپل ژوند کې له سخت پښېمانۍ سره مخ شي.»

د پوځي چارو شنونکي باوري دي چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې حکومت د ځينو کړيو له لوري د جوړو شویو دسيسو په شنډولو کې بريالی دی او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د پوځي چارو شنونکی  یحیی چاووش وايي: « په اوسنیو شرایطو کې وینو چې د افغانستان خلک تل متحد دي او هغه ګامونه چې اسلامي امارت د پاکستان د تېري پر وړاندې پورته کړي، خلکو ترې بشپړ ملاتړ وکړ، دغه ګامونه باید نور هم کوټلي پورته شي. افغانستان حق لري چې پاکستان کې ترهګریز مرکزونه له منځه یوسي، دا که په هره لاره وي.»

له دې وړاندې حکومت ويلي چې يو شمېر هغه عناصر چې په افغانستان کې بريدونه کول غواړي، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې فعال حضور او مرکزونه لري او په دې اړه د اسلامي امارت له خوا شواهد هم وړاندې شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکو له پاکستان څخه غوښتي دي چې دا ډلې دې یا له خپلې خاورې وشړي او یا دې یې هم اسلامي امارت ته وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist