Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا تاجمیر جواد: ځینې کړۍ په افغانستان کې د عدالت او امنیت ټینګښت نه خوښوي

ملا تاجمیر جواد: ځینې کړۍ په افغانستان کې د عدالت او امنیت ټینګښت نه خوښوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/14

د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو ته ګوته نیسي او وايي  دغه کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.

تاجمیر جواد چې جامعه مصباح العلوم دینې مدرسې طالبانو  فراغتغونډې ته وېنا کوله که څه هم د دغو کړیو په اړه یې جزییات وړاندې نکړل خو ویې ویل چې دوی نه غواړي  افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې د عدالت، امنیت او سوکالۍ څښتنان شي.

د استخباراتو لوی ریاست مرستیال  ملا تاجمیر جواد وايي: « د ځینو  داخلي او  خارجي کړیو  په افغانستان کې د اسلامي شرعي نظام تر چتر لاندې راغلی عدالت، سراسري امنیت او د سوکالۍ او پرمختګ په لوري ګړندي ګامونه پر افغانانو نه لوریږي، دوی کوشش کوي چې د مختلفو بهانو پراساس افغانستان ته ستونزې او مشکلات جوړ  کړي.»

د استخباراتو دغه لوړ پوړی چارواکی د سيمه‌ييز امنيت او ثبات لپاره د اسلامي امارت پر ژمنتيا ټينګار سره وايي حکومت په هېڅ صورت د جګړې پلوی نه دی خو په خبره يې که جګړه پرې وتپل شي  نو  له خاورې او نظام څخه په دفاع کې یې خپله وړتیا ثابته کړې او  اوسنۍ محاسبې به پرعکس ثابتې کړي.

  د استخباراتو لوی ریاست مرستیال    ملا تاجمیر جواد وايي: «  موږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د اسلامي شریعت لارښوونو  او  د خپل هېواد مصالحو په رڼا کې ژمن یوو، موږ جنګ نه غواړو  خو که جنګ پر موږ تحمیل شو، د خپل اسلامي شرعي نظام او  خپلې اسلامي خاورې د دفاع په لار  کې به داسې وړتیاوې وښایو  چې اوسنۍ شته محاسبې به ناسمې ثابتې کړي او جنګ غوښتونکي به په خپل ژوند کې له سختې پېښمانۍ او ندامت سره مخ کړي.»

د پوځي چارو شنونکي باوري دي چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې حکومت د ځينو کړيو له لوري د جوړو شویو دسيسو په شنډولو کې بريالی دی او غوښتنه کوي چې په دغې برخه کې دې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

  د پوځي چارو شنونکی  یحیی چاووش وايي: « په اوسنیو  شرایطو کې ګورئ چې د افغانستان خلک په بشپړ ډول یووالی لري، د پاکستان یرغل پر وړاندې چې اسلامي امارت کوم اقدامات وکړل، خلکو  ترې په بشپړ ډول ملاتړ  وکړ، دا ګامونه باید لا شدید شي او  افغانستان حق لري چې په پاکستان کې د ترهګرو  مرکزونه له منځه یوسي په هر ډول چې وي.»

له دې وړاندې حکومت ويلي وو چې ځینې هغه عناصر چې په افغانستان کې بريدونه کول غواړي  له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان تر ولکې لاندې سيمو کې فعال حضور او مرکزونه لري چې په دې اړه د اسلامي امارت له لوري شواهد هم وړاندې شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکو له پاکستان څخه غوښتي دي  چې دا ډلې دې یا له خپلې خاورې وشړي او یا دې یې اسلامي امارت ته وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist