Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/11

چین هم د هغو هېوادونو په لیکه کې شامل شو چې له کابل او اسلام اباد څخه یې د دوی ترمنځ د روانې شخړې د سوله ییز حل غوښتنه وکړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه لا هم حل شوی نه ده؛ ځکه چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په ترسره شویو مذاکراتو کې اسلام اباد د نا معقوله غوښتنو په مطرح کولو سره مذاکرات ناکام کړل.

خو دا ځل چین له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې مذاکراتو ته بېرته ورستانه شي او سیمه دې له بې ثباتۍ وژغوري.  چین په دې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ هم ورکړی.

د چین بهرنیوچارو وزارت ویاند ګویو جیاکون ویلي: « چين چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې رغنده رول ولوبوي. د چین حکومت په دې برخه کې له خبرو اترو ملاتړ کوي. کابل او اسلام اباد باید د خپلو اختلافونو د حل لپاره د خبرو اترو لار خپله کړي او سیمه له بې ثباتۍ وژغوري.»

شنونکي چين په سیمه کې بانفوذه هېواد بولي او وايي، دا هېواد کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته کړکېچ په هوارولو کې مثبت رول ولوبوي.

خو شنونکي دا باور هم څرګندوي چې د چین هلې ځلې هغه وخت نتیجه ورکولی شي چې د پاکستان پوځي رژیم په مذاکراتو کې له پلمو جوړولو ډډه وکړي او شته حقایق ومني.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « له دې وضعیت څخه د مخنیوي په موخه، چین هېواد چې د افغانستان او پاکستان ګډ ګاونډی دی، د ستونزې هواري ته چمتوالی ښودلی. دا د چین له خوا یو ښه اقدام دی، ځکه چین د سیمې او نړۍ په کچه یو له اغېز لرنکو هېوادونو دی او کولی شي د ننګونو په هواري کې مهم رول ولوبوي، خو په دې شرط چې د پاکستان نظامي واکداران د منځګړو هڅو ته د قدر په سترګه وګوري.»

د چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « که څه هم موږ افغانان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د هلوځلو ملاتړ کوو، خو دا هرڅه اوس د پاکستان په ژمنتوب پورې اړه لري. پاکستان باید د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د یوې متمدنه اړیکې جوړېدو ته زمینه برابره کړي.»

ځينې نور څارونکي بیا دا وړاندیز هم کوي چې له چين سربېره د سیمې نور مهم هېوادونه لکه روسیه او هند هم په دې برخه کې لاس په کار شي او د ستونزې د لا پراخېدو مخنيوی دې وکړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د دوحې او ترکیې د ناستو له ناکامېدو څخه وروسته په ریاض کې هم هڅې ناکامې شوې. اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه یوازې لارې بندې دي بلکې امنیتي کړکېچ، ټولنیز او سیاسي کړکېچ مخ په ژورېدو دي. دا چې چین هم کوښښ کوي چې د سولې خبرو کوربه توب وکړي، ما ته ښکاري دا یو ښه اقدام دی. د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه لوی هېوادونه لکه چین، هند او روسیه باید خپل کردار ولوبوي او اجازه ورنه کړي چې دا کشاله لا اوږده شي.»

له دې وړاندې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې پړاوه مذاکرات ترسره شول، خو د پاکستاني پلاوي د غیر منطقي غوښتنو له امله یې مثبته نتیجه ورنه کړه او له هغې وروسته پاکستان له څو ځله بريدونو سره اوربند مات کړ.

د چین له خوا دا غوښتنه داسې مهال شوې چې تر دې مخکې ایران هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې شخړې د هواري لپاره د یوې سیمه ییزې غونډې رابللو وړاندیز کړی و.

له هغې را وروسته سعودي عربستان په ریاض کې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړ، خو بیا هم ناکامه شول او د دواړو هېوادونو پلاوي تش لاس خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

اندېښنې دا دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا که د خبرو له لارې حل نه شي، نو وضیعت به نور هم پېچلی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist