Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د کډوالو منلو لړۍ د تل لپاره درولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د کډوالو منلو لړۍ د تل لپاره درولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا له افغانستان، هایټي، سومالیه او دوی ته ورته د درېیمې نړۍ له نورو هېوادونو يې د کډوالو منلو لړۍ د تل لپاره بنده کړې ده.

ډونلډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې غواړي امریکا ته د سویډن، ډنمارک او ناروې په څیر هېوادونو څخه کډوال ومني.

  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «زه باید ووایم، چې د درېیمې نړۍ له هېوادونو مې د کډوالو د منلو مخه نیولې. له افغانستان نیولې تر هایټي او سومالیې پورې، چې د دوزخ په څېر هېوادونه دي. ددغه هېوادونو ترڅنګ ګڼ شمېر نور هېوادونه هم راځي.»

امریکا یوه اوونۍ وړاندې خبر ورکړی وو چې د افغان کډوالو په ګډون یې د ۱۹ هېوادونو وګړو لپاره د کډوالۍ ټولې غوښتنې له ګرین ‌کارټ نیولې تر تابعیته پورې په بشپړه توګه درولې دي.

په دې ډله کې د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لېبیا، سومالیه، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وېنزویلا هېوادونه شامل دي.

د چارو څارونکي بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونې نامسوولانه بولي او وایي دغه ډول څرګندونې یوازې هغوی کوي چې له افغانستان سره پټې عقدې لري.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم په دې اړه داسې وايي: « افغانستان جنت نښان هېواد دی، له کانونو ډک هېواد دی، ښه طبیعت لري، سیندونه او غرونه لري، هرڅه لري، دا دوزخ خو تاسو جوړ کړ په افغانستان کې، هېڅ مو ونه کړه افغانستان مو در په در کړ، انسانان مو و وژل بیا وتښتېدلی، نامسوولانه خبرې کوئ، ټرمپ که بایډن یې کوي دا د افغانستان دُښمنان دي.»

هغه رسمي یادښت چې د ټرمپ ادارې نوې تګلاره څرګندوي تېره اوونۍ په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو برید ته اشاره کوي. چارواکي وایي ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال، چې په اپریل کې یې پناه اخیستې وه د یاد برید په تړاو نیول شوی دی.

د چارو ځینې نور شنونکي بیا وایي، که له امریکایي لوري سره د ګډو ګټو پربنسټ اړیکې جوړې شي ښایي له دې سره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ژبې لهجه هم بدله شي.

  د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څکمنی وايي: « بیا هم امریکا متحده ایالات اړتیا لري موږ هم اړتیا لرو، د دواړو هېوادونو متقابلو ګټو ته په کتو سره به خپلې اړیکې جوړو، افغانستان په دغسې یوه جغرافیه کې پروت وي چې هم شرقیان او هم غربیان ورته اړتیا لري، ټرمپ  نه یوازې د افغانستان په اړه څه وايي، ټرمپ کله ګرینلینډ نیسي، کله مکسیکو نیسي کله کاناډا خپل ۵۱ ایالت په ګوته کوي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشریزې دورې له پيله په امریکا متحده ایالاتو کې د کډوالۍ پرضد سختې تګلارې غوره کړې دي. په واشنګټن کې پر امریکايي عسکرو تر برید وروسته د ټرمپ ادارې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو پر وړاندې اقدامات ګړندي کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist