Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بې روزګارۍ کمولو ډاډ ورکوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بې روزګارۍ کمولو ډاډ ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

کابل کې یوځل بیا ۱۴۰ ځوانانو د زیانمنو ډلو د فني او حرفوي زده ‌کړو له مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي، دغو کسانو د خیاطۍ، ودانیو برېښنا غځونې، فلزکارۍ او نل ‌غځولو په برخو کې شپږ میاشتنۍ فني او حرفوي زده ‌کړې ترلاسه کړې دي چې په مرسته یې کولی شي کوچني کاروبارونه او د اقتصادي ملاتړ لپاره فرصتونه رامنځته کړي.

د کار او ټولنیزو چار وزارت د کار چارو معين محمد زاهد احمدزی وايي: « نن موږ د کابل ښار د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د ۱۴۰ تنو ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون لرو. دغه ځوانان بریالي شول چې په یوه ټاکلې موده کې په څلور حرفو لکه برېښنا، خیاطۍ، فلزکارۍ او نل دوانۍ برخو کې عملي او نظري زده کړې وکړي.»

نوموړی همدا راز د بې ‌روزګارۍ کچې کمولو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ډاډ هم ورکوي او په خبره يې، په همدې موخه یو شمېر ولایتونو کې د مسلکي زده ‌کړو پروګرامونو پرتطبيق سربېره، د کارموندنې پروګرامونه هم پیل شوي او د پراختيا په حال کې دي.

د کار او ټولنیزو چار وزارت د کار چارو معين زیاتوي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپلو مسوولیتونو ته په کتو لازمې او پراخې هڅې کوي چې په هېواد د شته بېکارۍ کچه چې ګڼ عوامل لري، راټیټه او هېوادوالو ته لازم فرصتونه برابر کړي. د دې پروګرام یوه برخه د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو له لارې په شرایطو برابر ځوانانو، بېرته راستنېدونکو کډوالو، معلولینو او کوچیانو ته په مختلفو برخو کې د کار بازار ته په کتو د زده کړو ورکول دي چې پایله یې ښه ده او له دې لارې هر کال زرګونه ځوانان د کار بازار کې د ماهرو مسلکي کارګرو په توګه شاملېږي.»

بله ‌خوا، تازه فارغ شوي کسان هم د مسلکي زده ‌کړو د یادې شپږ میاشتنۍ دورې بشپړولو له امله د خوښۍ ترڅنګ، له حکومت او اړوند ادارو د کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کوي. 

له فني او حرفوي زده ‌کړو فارغ حمیدالله سهاک وايي: « زه د نل دوانۍ له څانګې فارغ شوم. شپږ میاشتې مې په دې برخه کې زده کړې وکړې او نن فارغ شوم.»

د فني زده کړو فارغ محمداقبال صدیقي وايي: « ما وکولی شول خپله مسلکي په اساسي توګه زده کړم، اوس کولی شم ځان او کورنۍ ته عاید ترلاسه کړم.»

له فني زده کړو فارغ محمد شعیب وايي: « ځوانانو د برېښنا غځونې، نل غځونې، فلز کارۍ او خیاطۍ په برخو کې فني زده کړې وکړې، خو ستونزه دا ده چې کار نه شته. اوس مو کسب زده کړ، خو کار نه لرو. له دولت غوښتنه کوو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

څو ورځې وړاندې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د زیانمنو ډلو د فني او حرفوي زده ‌کړو له مرکز څخه د مبایل جوړولو، برېښنا غځونې او نل ‌دوانۍ سربېره، په بېلابېلو برخو کې نږدې سل تنو له عملي او نظري زده‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړې وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist