Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د مرخېړیو ترویج لپاره هڅې زیاتې شوې دي

کندهار کې د مرخېړیو ترویج لپاره هڅې زیاتې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ اړوند شاه آغا سیمې کې د هالنډ کمېټې له خوا د مرخېړیو د تولید لپاره جوړ شوي فارم څخه د حاصل راټولو بهیر پیل شو.

د مرخېړیو تولید د یاد فارم مسوولان وایي، کندهار کې د شته وچکالۍ او اقلیمي بدلون ترڅنګ یاد کښت د کروندګرو لپاره د کوکنارو یو ښه بدیل ګرځېدلی او په وینا یې، د ترویج لپاره یې غواړي د دې کښت کچه زیاته کړي.

هغوی زیاتوي چې د مرخېړیو کرنه اسانه، د پلور بیه یې لوړه او بازار یې ګرم دی.

د مرخېړیو فارم لرونکی صبغت الله خادم وايي: « موږ ډېر ښه حاصلات لرو او کولی شو بازار ته یې وړاندې کړو. زما په نظر، له کوکنارو او نورو نشه يي بوټو څخه دا ښه کښت دی.»

د مرخېړیو فارم لرونکی میر حمزه وايي: « زما په نظر، مرخېړي د کوکنارو، چرسو او نور نشه يي بوټو ښه بدیل دی. تاسو وینئ چې افغانستان کې کال په کال د اوبو کچه ټیټېږي، نو دا ښه بدیل ګرځېدلی شي.»

افغانستان کې د هالنډ کمېټې ځایي مسوولان بیا وایي، د لومړي ځل لپاره یې په خاکرېز ولسوالۍ کې۳۰ کورنیو ته د مرخېړیو د تولید فارمونه جوړ او اړوند ټول کارېدونکي وسایل یې وېشلي. دوی د دې کار موخه د خلکو له لوري په معیاري توګه له کوم خنډ پرته د یاد نبات د حاصلاتو راټولول او کورنيو بازارونو ته وړاندې کول بولي.

د هالنډ کمېټې سیمه‌ییز مسوول عبدالهادي داودزی وایي: « د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۳ قلمه هغه وسایل چې د مرخېړیو په کرلو او حاصل ټولولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، زموږ د موسسې له خوا ۳۰ کورنیو ته ووېشل شول. دغه کار موږ له بزګرانو سره د تریاکو د بدیل په توګه مرسته کوو، ترڅو د دوی د کوکنارو ښه بدیل ولري او بیا ورته ښه مارکېټ هم پيدا کړو.»

په ورته وخت کې د کندهار کرنې ریاست مسوولان وایي، د کوکنارو پر کښت بندیز او اوسنیو اقلیمي شرایطو ته په کتو،غواړي د همکارو موسسو په مرسته کروندګرو ته د مرخېړیو، زاعفرانو او نورو لږ اوبه مصرفوونکو کرنیزو توکو په څېر بدیل کښتونه برابر کړي.

د کندهار کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « دلته د مرخېړیو د تولید او پروسېس په اړه له ۳۰ کورنیو سره د وسایلو مرسته شوې. دا چې دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې مرخېړي تولیدېږي، نو د کرنې ریاست به دې برخې ته پاملرنه کوي، ترڅو دلته له ترویج وروسته د هېواد په نورو برخو کې هم ترویج شي. دا فارمونه او تولیدات به یې خلکو ته ښه عاید هم ولري؛ ځکه همدا اوس په کندهار کې د یو کیلو مرخېړیو بیه له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو ده.»

کندهار کې د مرخېړیو د تولید زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې له دې وړاندې هم د راپورونو پر بنسټ ،د مرخېړیو د تولید یو فارم جوړ شوی و، خو د مناسب بازار د نه شتون له امله بېرته بند شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist