Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغان حکومت د عاصم منیرغوښتنه: د وسله والو ډلو او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړئ

له افغان حکومت د عاصم منیرغوښتنه: د وسله والو ډلو او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

له محدودې چوپتيا وروسته يو وار بيا د پاکستان پوځي رژيم لوړ پوړو چارواکو افغانستان مخاطب کړی او خپلو ستونزو ته يې د افغانستان په وسيله د حل غوښتنه کړې.

د دې پوځي رژیم د دفاعي ځواکونو مشر له اسلامي امارت غوښتي چې د وسله ‌والو ډلو او پاکستان ترمنځ له دوو غوارويو يو هغه وټاکي. عاصم منير دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د فاعي ځواکونو د قومندانۍ پرانيستې پرمهال کړې او زياته کړې يې  ده چې افغانستان ته يې په روښانه ټکو پیغام رسولی، ترڅو د وسله ‌والو ډلو او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړي.

د پاکستان پوځي مشرعاصم منیر زیاته کړې: « موږ په افغانستان کې اوسني حکومت ته يو روښانه پيغام رسولی؛ هغه دا چې د پاکستان او فتنه الخوارج تر منځ له غواروي پرته بله لار نه لري.»

پاکستان د “فتنه الخوارج” ټکی د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) ته کاروي.

اسلامي امارت تر اوسه د عاصم منير څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ضد فعاليتونو ته اجازه نه ورکول کېږي.

د چارو څارونکي هم د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ مسئله بولي او وایي، اړتیا نه ‌شته چې د پاکستان کورنيو ستونزو ته له افغانستان سره تړاو ورکړل شي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا پرېکړه باید خپله پاکستان وکړي، دا په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري، دا د دوی کورني مسایل دي. ټي‌ټي‌پي په ۲۰۰۶ کال کې رامنځته شوې. له تېرو څلورو لسیزو راهیسې پاکستان په افغانستان کې جنایتونه ترسره کړي او اوس دغو جنایتونو ته په نویو بڼو ادامه ورکوي.»

دا لومړی ځل نه ‌دی چې پاکستان له اسلامي امارت دا ډول غوښتنه کوي. دوی په تېر کې هم ورته غوښتنې او پوښتنې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان پوځي رژیم غوښتنې له سیاسي اړخه لویه تېروتنه او د شرم وړ بولي او وایي، دوی حق نه‌ لري چې له افغانستان څخه د خپلو داخلي ستونزو د حل لپاره دا ډول غوښتنې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دوی حق نه لري چې یوه خپلواک هېواد ته داسې شرط کېږي چې یا به دا کوې یا هغه. دوی زموږ حکومت ته د فرمایش ورکولو حق نه لري.»

د پوځي چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم د لوېدیځ په اشارې هڅه کوي چې په سیمه کې یوې بلې جګړې ته زمینه برابره کړي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دوی چې له غربي نړۍ څخه کوم قرارداد اخیستی، غواړي له مخې یې افغانستان کې نا امنیو ته لاره هواره کړي.»

پاکستان د اکټوبر لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل او ادعا یې کوله چې پاکستاني طالبان يې په نښه کړي. په دغو بریدونو د کرېکټ د کورنیو لوبغاړو په ګډون ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اسلامي امارت دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړ او له هغې راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې چې په لړ کې يې پاکستاني چارواکي وخت ناوخت دا ډول غیر منطقي غوښتنې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist