Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې مهم او کوټلي ګامونه اخېستي دي

اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې مهم او کوټلي ګامونه اخېستي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

هر کال د ډسمبر نهمه له اداري فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي چې په هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګونو ارزونه او ستاینه وشي او په ټولنو کې د نورو بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ګډې همغږۍ رامنځته شي.

  اسلامي امارت په نړیواله کچه د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته په اشارې په حکومتي ادارو کې له دغې پدیدې سره له جدي مبارزې خبر ورکوي.

د مسوولینو په وېنا په ټولو ادارو کې يې دفساد پر وړاندې پر جدي مبارزې سربېره د ځمکو غصب او اختلاس پر وړاندې یې هم کوټلي ګامونه اخیستي او په بشپړه توګه د فساد مخنیوي په موخه یې د  اسانچارو خدمتونو لړۍ بشپړېدو ته نږدې کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت په وېنا: « د اسلامي امارت یو له مهمو اهدافو څخه د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وه، په تېرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت اړوند ارګانونه په دې توانېدلي چې په حکومتي ادارو کې د اداري فساد، اختلاس او غصب د مخنیوي برخو کې مهم او کوټلي ګامونه واخلي او د اداري فساد او غصب کې ښکېل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ور وپېژني.)  

د اداري فساد ضد مبارزې نړیواله ورځ په ۲۰۰۳ ز کال کې  د ملګرو ملتونو ځانګړي کنوانیسون لخوا تصویب شوه چې موخه یې د دغې پدیدې د زیانونو په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول او په هېوادونو کې د قانون حاکمیت لپاره د  عملي ګامونو اخیستل دي.

ورته مهال خلک د ګڼشمېر بنسټیزو پروژو پیل ته په کتو په حکومتي ادارو کې له اداري فساد سره د اسلامي امارت مبارزه ستايي او وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې رغنیزې چارې زیاتې شوي چې په حکومت کې د خدمتونو روڼتیا څرګندوي کوي.

د  کابل ښار اوسېدونکي محمد انور شمشاد ته په دې اړه داسې وايي:« اداري فساد اوس ډېر ختم شوی دی ځکه ماشاءالله په ښار کې ښه کارونه او پروژې پیل شوې دي او اداري فساد ختم شوی دی او دغه شیان اوس نشته دی، چې پیسې او رشوت اخیستل ختم شوی دی.»

د کابل ښار بل اوسېدونکي خیرالله له شمشاد سره د خبرو پرمهال د اداري فساد پر وړاندې مبارزې دوام غوښتونکی دی:« فعلي نظام تر ډېره حده اداري فساد کچه تر ډېره راټیټه کړې، خدای دې دوی ته ډېر همت ورکړي چې دغه لړۍ جاري وساتي زه د اوس نظام له دغه ډول حرکتونو څخه ډېر راضي یم.»

د شنونکو پر باور اداري فساد د حکومتونو باور کمزوی کوي، د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکې زیانمنوي او دغه راز اقتصادي پرمختګونه ټکني کوي چې نابرابري، بې وزلۍ او ټولنیزو کړکېچونو ته لار پرانیزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist