Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوړو زده کړو وزارت: له ایراني چارواکو سره د علمي همکاریو ډېرولو په اړه خبرې شوې

لوړو زده کړو وزارت: له ایراني چارواکو سره د علمي همکاریو ډېرولو په اړه خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

د لوړو زده ‌کړو د وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي د ایران په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر کړی چې موخه یی تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړیکو پراختیا، د متقابلو تجربو تبادله او د علمي همکاریو راجلبول ګڼل شوې ده.

د شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د خبرو ترڅنګ د دې هېواد له بېلابطلو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، د لوړو زده کړو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له قُم اوجامعة المصطفی پوهنتونونو، حوزه علمیه قُم له لابراتوارونو، کتابتونونو او چاپېریال څخه هم لیدنې کړې دي.

حافظ ضیالله هاشمي وايي، د ایران د پوهنتونونو مسوولینو د لوړوزده ‌کړو له وزیر تود هرکلی کړی او د نوموړي په ورتګ یې خوښي څرګنده کړې.

دوی  له افغانستان سره په علمي ډګر کې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې.

د لوړو زده ‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي وايي: « د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د دې هېواد په قم ښار کې له دوو سترو پوهنتونونو څخه د قم جامعه المصطفی له نړیوالو پوهنتونو او د قم له علمیه حوزې څخه هم لیدنې وکړې. محترم شیخ صاحب د یادو پوهنتونو له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو پر زیاتولو، متقابلو تجربو شریکولو او نورو همکاریو په اړه خبرې وکړې. متحرم شیخ صاحب د قم او جامعه المصطفی پوهتنونونو او علمیه حوزې له لابراتوارونو، کتابتونونو او چاپېریال څخه هم لیدنې وکړې. همدارنګه د ایران حکومت او د یادو پوهنتونو مسوولینو د لوړو زده کړو له وزیر تود هرکلی وکړ، په ورتګ یې خوښي وښوده او له افغانستان سره یې په علمي ډګر کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.»

په ورته مهال، د پوهنتونونو یو شمېراستادان بیا دغه سفر د پوهنتونو د تدریسي برخو د پیاوړتیا لپاره مهم بولي او وايي، د لوړو زده ‌کړو وزارت ته په کار ده چې د سیمې هېوادونو د پوهنتونونو څخه لیدنې زیاتې کړي، ترڅو د هغو علمي پلانونو څخه په افغانستان کې ګټه پورته شي چې یاد هېوادونه ترې ترې ګټه اخلي.

د پوهنتون استاد اسلم دانش‌مل وايي: « د افغانستان لوړو زده کړو وزارت ته په کار ده چې د سیمې هېوادونو له عملي پرمختګونو څخه خبر واخلي، د هغوی تجربې د هېواد له پوهنتونونو سره شریکې کړي، ترڅو د علمي پرمختګونو لامل وګرځي. دا ډول سفرونه باید ډېر شي، ترڅو د سیمې هېوادونو له هغو تجربو څخه د ګټه اخیستنې لپاره زمینه مساعده شي چې دوی یې د پرمختګ په لور سم کړي دي.»

بله خوا، د چارو یوشمېر نور شنونکي بیا وايي، افغانستان له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو سربېره، په علمي برخه کې هم د هېوادونو سره اړیکو ته اړتیا لري او په خبره یې، دا ډول سفرونه کولی شي له ایران سربېره د سیمې او نړۍ په کچه علمي اړیکې لا پیاوړې او علمي همکارۍ لا زیاتې کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « زه تمه لرم چې دا ډول سفرونه د علمي او فرهنګي همکاریو، تعلیمي او تحصیلي مناسباتو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. همدارنګه تمه لرم چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې ایران بلکې نورو هېوادونو سره هم د مسلکي روزنې او کدرونو د روزنې لپاره د ورته سفرونو زمینه برابره کړي.»

ایران ته د لوړو زده ‌کړو وزیر داسې مهال په رسمي سفر تللی چې د دې هېواد سره په دې وروستیو کې د افغانستان سوداګریزې او سیاسي اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو او نږدې کېدو په حال کې دي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې غواړي په افغانستان کې د تعلیمي بهیر په چارو کې رغنده ونډه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist