Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افریدی: د پاکستان پوځ او حکومتونه له دوو لسيزو راهیسې د پښتنو په وژلو بوخت دي

افریدی: د پاکستان پوځ او حکومتونه له دوو لسيزو راهیسې د پښتنو په وژلو بوخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د تحريک انصاف ګوند له لوري په یوه ولسي اعتراضيه غونډه کې د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې وکړې او وویل، له ۲۱ کلونو راهيسې د پښتو وینې تویېږي، خو بیا هم ترهګري له منځه نه ځي.

سهیل افریدی زیاتوي، د پاکستان پوځ د دوو لسیزو په اوږدو کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په نامه په کېدونکو پوځي عملیاتو کې د پښتنو وینې تويي کړې دي.

افریدي د خیبرپښتونخواه پرحکومت د پاکستان د پوځ د نیوکې په غبرګون کې ویلي، دوی نه بلکې دا پوځ دی چې د امنیتي مسایلو په اړه جدي نه دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي وړاندې ویلي: « د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا پر ایالتي حکومت نیوکه کوي چې د امنیتي مسایلو په اړه رغنده ګامونه نه پورته کوي او یا یې پر وړاندې جدي نه‌دي، خو موږ دوی ته ووایو چې د امنیتي مسایلو په اړه دوی جدي نه ‌دي. دا دوی دي چې له تېرو ۲۱کلونو راهیسې يې په خیبرپښتونخوا کې په پرله پسې ډول پوځي عملیات روان کړي، په دغو عملیاتو پسې نور عملیات او هوایي بریدونو پسې نورهوایي بریدونه.»

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر همدارنګه د پاکستان پر مرکزي حکومت او پوځ نیوکه کړې چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې د ناکامو پالیسو پر بنسټ مخته روان دي، هغه پالیسۍ چې یوازې له ولسي خلکو قرباني اخلي.

سهیل افریدی وایي، اوس اړتیاده چې دا ناکامه پالیسي بدله شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي: « د پاکستان حکومتونو او پوځ د ناکامو پالیسو له امله له تېرو ۲۱ کلونو راهیسې د پښتنو وینې بهولې دي. که په تېرو څو لسیزو کې ستاسې ناکامې پالیسۍ بریالۍ نه ‌شوې، نو دا زموږ ستونزه نه ‌ده بلکې ستاسې خپله ستونزه ده چې باید نور یې بدله کړئ.»

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان حکومتونو او پوځ له تېرو څو لسیزو راهیسې هڅه کړې چې پښتانه او بلوڅان په نښه او خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

د دوی په خبره، اړتیا ده چې نور د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې پښتانه او بلوڅان راپورته شي او خپل حق و حقوق لاسته راوړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وایي: « نو د دې لپاره اړتیا ده چې پښتانه او بلوڅان نور راپورته شي او خپل حقونه وغواړي، ترڅو د پښتنو روانه وینه تویېدنه ودرېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دا ظلم دی او جبر. دوی باید د دې په مقابل کې راپورته شي او له خپل ځان او مال دفاع وکړي. باید د پاکستان د پوځ خلاف راپورته شي، حساب وغواړي او خپل حقوق ترلاسه کړي.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، که د پاکستان حکومت په ریښتینې مانا د خپلو خلکو د ستونز حل غواړي، نو اړتیا ده چې د هغوی غوښتنې ومني.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وایي: « په پاکستان کې ملي ستم په ډېر ښکاره شکل روان دی او هرځای چې ظلم او ستم وي، خلک راپورته کېږي. که پاکستان غواړي ثبات ولري، باید د پښتنو او بلوڅو غږ واوري، ډیالوګ او جرګې ته مخه کړي.»

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر داسې مهال په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځي رژیم پر پالیسو نیوکه کوي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د دې رژیم ناکامو پالیسو له ‌امله ګڼ شمېر پښتنې سیمې ځپل شوې او خلک یې د پوځي عملیاتو له امله اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي.

د دې پوځي عملیاتو په لړ کې ګڼ شمېر او ان زرګونه ولسي خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په نښه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist