Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند ستونزمن شوی

پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند ستونزمن شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/08

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند لا زیات ستونزمن شوی او افغانانو ته ویل شوي چې ژر تر ژره دی خپل هېواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دا شکایت هم کوي، چې پاکستاني چارواکي له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو  لړۍ داسې پلې کوي، چې دوی د خپلو جایدادونو پلورلو ته هم نه پریږدي، بلکه د دوی کورونه او وسایل یې ټول د پولیسو لخوا ضبطیږي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډاول وايي، که له یوې خوا افغانستان ته په جبر سره د دوی د ورستنولو لړۍ چټکه کړای شوی، له بل لوري پر دوی ټول عامه خدمات، لکه برېښنا او نور بند شوي دي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد شینواری وايي:« څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د وتلو لړۍ پيل کړې، هېڅ یوه افغان مهاجر ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خیبرپښتونخوا کې یا د پاکستان په نورو سیمو کې پاتې شي. تر اوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې څه نه وو، خو له تېرو دوو یا درېیو ورځو راهیسې په خیبرپښتونخوا کې افغان مهاجرین نیول کېږي او مستقیم له پولې اخوا اړول کېږي. له کمپونو یې د برېښنا ترانسفارمرونه وړل شوې، برېښنا ور باندې پرې شوې.»

په همدې حال کې ځینې نور کډوال بیا وايي، د پاکستان حکومت ورته یوه اوونۍ وخت ورکړې، څو له دغه هېواده ووځي.

دوی دا انديښنه څرګندوي، چې په دومره کم وخت کې به څنګه ځانونه افغانستان ته د بېرته ستنیدو لپاره چمتو کړي.

د کډوالو حقونو مدافع اول خان میاخېل وايي:« په ډېری کمپونو کې پر افغان مهاجرینو برېښنا پرې شوې، اوبه پرې شوې، ښوونځي پرې بند شوې. افغان مهارین اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»  

د کډوالو د حقونو نور مدافعان په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن د ټولو منلو شویو نړیوالو اصولو  خلاف ګڼي او له نړیوالو سازمانونو غواړي، چې په اسلام اباد باندې دې د افغان کډوالو پر وړاندې له دې زور زیاتي نه د لاس پر سر کېدو لپاره دې فشار راولي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر که څه هم له تیرو څلورو کلونو راهیسې روان دی، خو په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له خرابېدو را وروسته په دغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو  د زور زیاتۍ لړۍ لا تیزه شوې ده.

اکثره کتونکي په دې باور دي، چې پاکستان تل هڅه کړې، چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره په دا ډول چلن سره پر افغانستان د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

هڅه مو وکړه چې د افغان کډوالو د تازه شکایتونو په اړه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نظر راواخلو، خو دوی په دې اړه څه ونه ویل.

افغان حکومت تر دې مخکې له پاکستانه غوښتي وو چې له افغانانو سره د انساني او کډوالۍ اصولو په رڼا کې چلن وکړي.

 بل خوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۳ زره افغانان په جبري ډول هېواد ته راشړل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist