Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورالله نوري: له عصري زده کړو پرته پرمختګ نه شي کېدای

نورالله نوري: له عصري زده کړو پرته پرمختګ نه شي کېدای

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/07

د بايزيد روښان له انسټېټيوټ، رحمان بابا، خوشال خان او پېرمحمد کاکړ عالي لېسو د ۷۱۵ تنو فراغت ونمانځل شو.

دا لېسې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي او له همدې امله يې لوړپوړي چارواکي د فراغت په مراسمو کې ګډون لري.

د چارواکو خبرې د عصري زده کړو پر ارزښت ورټولې وې او وايي، له عصري زده کړو پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی. دوی دا هم وايي چې دامهال لوېديځوال هڅه کوي افغانستان کې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ کرکه رامنځه کړي، خو دوی ډاډ ورکوي چې د غربیانو دا هڅې به شنډې شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي: « لکه څرنګه چې مولوي صاحب وویل، عصري زده کړې له یوې خوا څخه فرضیت پيدا کوي. جهاد د دین یوه فریضه ده، خو دا جهاد په خالي لاس نه کېږي بلکې د دې لپاره وسلې جوړوې، ټانګونه او الوتکې به لري. ته به د اسلامي نظام د ساتلو لپاره به پوځ جوړوې، چمتوالی به نیسي او وسایل به ورته برابر وې؛ دا ټول هغه وخت کېدلی شي چې عصري علوم ولرې. د دینې او عصري زده کړو ترمنځ توپير ولې راشي، دا فاصله له بله ځایه ده، اغیارو او اشغالګرو ایجاد کړې ده، دا فاصله انګرېزانو او غربیانو راوړې ده.»

د همدې وزارت نور چارواکي بیا عصري او ديني زده کړې په برابره توګه فرض ګڼي او له همدې امله له خلکو غواړي چې پر خپلو ماشومانو دواړه زده کړې وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معين محمد علي جان احمد وايي: « دیني علم د الله(ج) حکم او فریضه ده. موږ په هغو زده کوونکو افتخار کوو چې د عصري علومو ترڅنګ دیني علوم هم زده کړي.»

د دغو لېسو د زده کوونکو له خوا یو شمېر جوړ کړي توکي هم نندارې ته اښودل شوي. په دې توکو کې یوه هم بې ‌پيلوټه الوتکه ده چې د بايزيد روښان د نيمه لوړوزده کړو انسټېټيوټ يوه محصل جوړه کړې او نندارې ته يې په اېښودلو سره یې د ټکنالوژۍ او عصري زده کړو په برخه کې د افغان ځوانانو وړتياوې څرګندې کړې دي.

تازه فارغ شوي د ديني او عصري زده کړو په اړه د چارواکو دريځ ته خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې راتلونکی کال دې يې خويندو ته هم په برابره توګه د تعليم او تحصيل اجازه ورکړي.

یو تن فارغ شوی زده کوونکی وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي، ترڅو هغوی هم زده کړې ولري. زده کړه د دواړو نارینه او ښځینه وو حق دی.»

یوبل فارغ شوی زده کوونکی وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې له ټکنالوژۍ سره علاقمند او نخبه زده کوونکي را پیدا کړي او دا زمینه ورته برابره کړي چې د افغانستان د دفاع لپاره کار وکړي.»

پوهنې وزارت نجونو ته له شپږم ټولګي پورته زده کړو اجازې ورکولو په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ويلي چې په دې اړه د يوې طرحې پر جوړولو کار روان دی. هغه طرحه چې د څلورو کالو په اوښتو سربېره یې د بشپړېدو وخت لا نه دی څرګند.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist