Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر سپین بولدک د پاکستان برید د افغان ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شو

پر سپین بولدک د پاکستان برید د افغان ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/07

د پاکستان پوځي رژيم یو ځل بیا اوربند مات کړ او د شنبې شپه یې په سپين بولدک کې پر ډيورنډ فرضي کرښه مېشتو افغان ځواکونو بريد وکړ چې د افغان ځواکونو له سخت او چټک غبرګون سره مخ شو.

د پاکستاني پوځیانو په برید کې لسو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې پنځه تنه شهیدان او پنځه نور ژوبل دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « متأسفانه پاکستاني لوري یوځل بیا د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ بریدونه ترسره کړل او وروسته د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول او د شپې تر ۱۱ نیمو بجو یې دوام وکړ. په دې برید کې د یوه مجاهد په ګډون زموږ پنځه تنه هېوادوال په شهادت رسېدلي او پنځه نور ژوبل شوي دي.»

د پاکستان پوځي رژيم ټول بریدونه د عامو افغانانو له سخت حساسيت سره مخ شوي او شنبې شپې بريد يې هم خلک غوسه کړي دي. دوی وايي، چمتو دي چې د پاکستان پوځي رژيم هر ډول تېري پر وړاندې په متحدانه توګه د يو بل ترڅنګ له درېدو سره د هېواد ساتنه وکړي.

د بلخ اوسېدونکی غلام علي ملکزی وايي: « دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغانستان تېری کوي بلکې دا څووم ځل دی چې د نړیوالو قوانینو او اصولو پر خلاف زموږ پر خاوره برید کوي. موږ د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ یو او له خپل هېواد به د سر په بیه دفاع کوو.»

د کندهار اوسېدونکی نوید احمد وايي: « موږ د خپل سر، مال او هرڅه به بدل کې دېته چمتو یو چې د پاکستان خلاف د خپلې خاورې دفاع وکړو.»

د چارو څارونکي پر افغان ځواکونو د پاکستان پوځي رژيم دې بريدونو ته د شک په نظر ګوري او زياتوي چې پاکستان په دې توګه په افغانستان کې وسله ‌والو ډلو ته د فعاليت زمينه سازي کوي او خپل دې هدف ته د رسېدو لپاره هېڅ نړيوال اصول په پام کې نه نيسي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصراصولي وايي: « پاکستان نه یوازې ښه ګاونډی نه دی بلکې تل یې په افغانستان کې داسې نظامونه غوښتي چې افغانستان کنټرول نه کړای شي او کمزوری وي. دوی اوس دېته اندېښنه نه لري چې د سولې او امنیت ټینګښت په راتلونکي کې د یوه قوي مرکزي دولت جوړېدو ته لاره هواره نه کړي. دوی هڅه کوي چې دا ساحه نا امنه کړي او مختلفې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مېشت کړي او هرې خواته د دوی په کارولو سره سوداګري وکړي. افغانان باید په داسې یوه حساس وخت کې متحد و اوسي، ترڅو د پاکستان هر ډول دسیسه شنډه کړای شي.»

د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان د افغانستان په اړه ډېر جنایتکارانه او ظالمانه سیاست لري. پاکستان او اسراییل دواړه یو ډول پالیسي لري، دواړه د نړۍ کنوانسیونونو او اصولو ته غاړه نه ږدي. بدبختي دا ده چې په افغانستان کې  د دوی پر جنایتونو نړیوال چوپه خوله دي.»

ځينې نور بيا تجويز کوي چې د پاکستان پوځي رژيم پروړاندې د واحدې پرېکړې کولو په موخه باید ملي اجماع رامنځته شي.

دوی وايي، د دې ترڅنګ باید هڅه وشي چې د ځواکمنې ډېپلوماسۍ پرمټ د سیمې هېوادونو له لارې پر پاکستان فشار راوړل شي، ترڅو د افغانستان پر وړاندې خپله دا پروژه‌ یې تګلاره بدله کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « موږ ته اړتیا ده چې د اقتصادي بدیلو لارو لټولو په څېر بدیلي سیاسي لارې هم ولټوو. باید په کوردننه ملي اجماع او جرګه وشي او د پاکستان په ضد یو ولسي او د ټولو قومونو، پرګنو او جهتونو په مشوره یوه پرېکړه وشي. همدارنګه له نړۍ وغوښتل شي چې پاکستان له خپلو شومو پالیسیو را وګرځوي؛ د سیمې له هېوادونو سره ژوره ډېپلوماسي وکارول شي، ګڼ سفرونه وشي، ترڅو سیمه هم پر پاکستان فشار وارد کړي.»

په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې دا څووم ځل دی چې پاکستانی پوځي رژیم د افغانستان حریم نقضوي او د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف پر افغان خاوره بریدنه کوي. په دغو بریدونو کې تر ډېره عامو خلکو ته  مرګ ژوبله اوړي، هغه څه چې جنګي جنایت بلل کېږي؛ خو د بشري حقونو مدافع نړيوالو بنسټونو یې پر وړاندې خاموشي اختيار کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist