Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت رییس الوزرا د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي باورلیک ومانه.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په دې مراسمو کې ملا محمد حسن اخند هیله څرګنده کړې چې د قطر نوي سفیر معرفي کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ډېپلوماټیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

بله خوا، مردف بن القاشوطي هم په افغانستان کې پرخپل ماموریت خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د قطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. د اسلامي امارت محترم رییس الوزرا هیله څرګنده کړه چې د قطر د نوي سفیر معرفي کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده ډېپلوماټیکو اړیکو د لاپیاوتیا ذریعه شي او نوموړي ته یې په خپل ماموریت کې د بریا دعا وکړه.»

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قطر نوي سفیر ویلي چې هېواد یې د اسلامي امارت او افغان ولس نېکمرغي غواړي.

مردف بن علي القاشوطي د اسلامي امارت له هرکلي څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه به د قطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist