Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: له یو میلیون ډېر افغان وګړي معلول دي

ملګري ملتونه: له یو میلیون ډېر افغان وګړي معلول دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

هر کال په نړۍ کې میلیونونه انسانان د جنګ جګړو، تاوتریخوالي، ناچاوده توکو چاودنې، ټرافیکي او طبیعي پېښو له امله د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي او له معلولیت سره مخ کېږي.

د نړۍ په کچه د ډسمبر درېیمه د معلولانو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت ویلي، په ټوله نړۍ کې ۱.۳ میليارد تنه د معلولیت له یو ډول ځورېږي. دې سازمان په خپل بیان کې ویلي، د ډسمبر درېیمه د « معلولینو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي او ټول‌ ګډونه ټولنو د پیاوړتیا» تر شعار لاندې د معلولینو د ملاتړ هڅونې په موخه نمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو په بیان کې زیاه شوې: « روان کال د معلولینو نړیواله ورځ د ټولنیز پرمختګ د پیاوړتیا په موخه د معلولینو لپاره د ټول ‌ګډونه ټولنو رامنځته کولو تر شعار لاندې نمانځل کېږي. دا شعار د ټولنیز پرمختګ د دویم نړیوال کنفرانس د مشرانو له نوې شوې ژمنې سرچینه اخلي. هغه ژمنه چې د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډون او برخه اخیستلو ټینګار کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي، د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي له امله په دې هېواد کې له یو میلیون ډېر کسان معلول شوي. یوناما دغه راز ویلي، د معلولینو تر ټولو لویه برخه ماشومان دي.

یوناما په دې اړه ویلي: « شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان له سخت معلولیت کړېږي چې ډېری یې د لسیزو جګړو او ناامنیو پایله ده. ماشومان د دې درد ستره برخه پر خپلو اوږو وړي.»

بله خوا، یو شمېر معلولین وایي معلولیت ورته ستونزې ډېرې کړې دي او نه شي کولی د روغو کسانو په څېر ورځني کارونه وکړي. دوی د کورنیو او نړیوالو ادارو له لوري خپلو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د محدودو اقداماتو یادونه کوي او له حکومت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د مرستو زیاتوالي ترڅنګ دې ورته د کار زمینه برابره کړي.

یو تن معلول افغان وايي: « نه تنخواه لرم، نه عاید او نه هم له پلار څخه کوم څه راپاتې دي. له منډوي څخه پراشوټ اخلم او دا خلطې ترې جوړوم بیا پلورم.»

یو بل معلول کس وايي: « زما د ژوند وضعیت بلکل خراب دی. په داسې حال کې چې معیوب یم، د کور سرپرستي او لګښتونه هم را تر غاړې دي. که ما یو ځوان زوی هم درلودی، خپله مې کار نه کاوه.»

وموغوښتل په دې تړاو د شهیدانو او معلولینو وزارت د مسوولانو نظر هم په دې اړه له ځان سره ولرو، خو زموږ څو ځل اړیکو ته یې ځواب را نه کړ.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ کال کې د معلولینو د حقونو، اړتیاوو او وړتیاوو په اړه د نړیوال پوهاوي لوړولو په موخه د ډسمبر درېیمه د معلولینو نړیوالې ورځې په توګه ونوموله او له هغې راهیسې هر کال دا ورځ په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist