Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: بهر ته د افغان کارګرو استولو لړۍ ټکنۍ شوې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: بهر ته د افغان کارګرو استولو لړۍ ټکنۍ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

کابل کې شاوخوا۱۰۰ تنو ځوانانو د زیانمنو ډلو د فني او حرفوي زده ‌کړو له مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي، فارغو شویو کسانو د مبایل جوړولو، په ودانیو کې د برېښنا غځونې او نل ‌دوانۍ په برخو کې څلور میاشتنۍ فني او حرفوي زده ‌کړې کړې چې په مرسته یې اوس کولی شي کوچني کاروبارونه او د اقتصادي ملاتړ لپاره فرصتونه رامنځته کړي.

د کار او ټولنیزو چار وزارت د کار معين         محمد زاهد احمدزی وايي: « نن ۹۰ تنه شاګردان په درېیو برخو کې فارغ شول. په دې کې نل دواني، برېښنا غځول او د ټیلفون ترمیم شامل دي. دوی کولی شي زموږ د ورکړیو اسنادو پر بنسټ په بازار کې دوکان ولري او خپل کار او کسب وکړي.»

نوموړی همدا راز د بې ‌روزګارۍ کچې کمولو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ډاډ هم ورکوي او وایي، په همدې موخه یې قطر او یو شمېر نورو هېوادونو ته د افغان کارګرو د استولو لړۍ پیل کړې وه چې په خبره یې دا مهال ټکنۍ شوې. نوموړی یې لامل د دې پروسې په اړه د قطري چارواکو نه لېوالتیا بولي.

محمد زاهد احمدزی په دې اړه وايي: « متأسفانه څومره چې قطریان په لومړي سر کې ګرم وو، اوس هغسې نه دي. نورو کومو هېوادونو ته چې افغانان ځي او له موږ سره تفاهم نامې لري، هغوی په عادي ډول تګ راتګ کوي. بیا هم تمه شته چې قطریان بېرته جدي شي.»

بله ‌خوا، له فني او حرفوي زده کړو فارغ شوي کسان د یادې څلور میاشتنۍ دورې له بشپړېدو د خوښۍ ترڅنګ له حکومت او اړوند ادارو د کاري فرصتونو غوښتنه کوي.  

له فني او حرفوي زده‌ کړو یو تن فارغ شوی کس وايي: « موږ له دې کورس سل په سلو کې رضایت لرو. ټول ځوانان غواړي کار او کسب ولري او له لارې یې عاید ترلاسه کړي.»

له فني او حرفوي زده کړو یو بل فارغ شوی وايي: « په لومړي سر کې باید ووایم چې د ځوانانو لپاره د یوه داسې ځای جوړول ډېر مهم دي چې دوی په کې زده کړه وکړي. د کار په لرلو سره به دوی له بې ځایه ګرځېدو وژغورل شي.»

یو بل فارغ شوی ځوان وايي: « د ټولو ځوانانو غوښتنه دا ده چې له ټکنالوژۍ سره سم مخکې لاړ شي او له داسې وسایلو کار واخلي چې په اوسنۍ عصر کې کارول کېږي.»

د زیانمنو ډلو د فني او حرفوي زده‌کړو یاد مرکز چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په اډانه کې فعالیت کوي، پر مبایل جوړولو، برېښنا غځونې او نل ‌دوانۍ سربېره، بېلابېلو برخو کې عملي او نظري زده‌کړې وړاندې کوي او تر دې دمه یې ۲ دورو کې سلګونه ځوانانو ته د فراغت سندونه ورکړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist