Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې پر یوه قاتل د قصاص حکم عملي شو

خوست کې پر یوه قاتل د قصاص حکم عملي شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

د خوست ښار په یوه سپورټي لوبغالي کې د هغې پېښې پرعامل د قصاص حد تطبيق شو چې د جنوري په ۲۸مه يې په علیشرو او تریزیو ولسوالۍ کې يو ځايي کس د کلاشينکوف په وسيله وژلی و.

د خلکو په خبره، د حدودو پلي کول کولی شي په ټولنه کې د جرمونو د ګراف کچه د پام وړ راښکته کړي.

د خوست اوسېدونکی محمد صادق وايي: « ټولو ورغلیو خلکو د مقتول کورنۍ ته عذر وکړ او د قاتل د بښلو غوښتنه یې وکړه، خو هغوی دا کار ونه کړ او بالاخره د قصاص حکم عملي شو.»

د خوست اوسېدونکی روح الله وايي: « اوس خلک د خوندیتوب احساس کوي، دا به سبب شي چې راتلونکي کې څوک په خپل سر د چا په وژلو لاس پورې نه کړي.»

د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د قضیې ټول قانوني پړاوونه د اړوند ارګانونو له لوري تعقیب او بشپړ شوي او په نتيجه کې يې محکمې پر نوموړي کس د اسلامي احکامو مطابق د قصاص حکم وکړ. خلک د جرمونو مخنيوي لپاره غوښتنه کوي چې د اسلامي شريعت احکام دې تطبيق شي.

د خوست اوسېدونکی احسان الله اتل وايي: « د حدودو په پلي کېدو سره د جرمونو مخنیوی کېږي او څوک به د چا وژلو ته زړه ښه نه کړي.»

د خوست اوسېدونکی نصرت الله وايي: «موږ په دې ډېر خوښ یو چې د اسلامي شریعت په رڼا کې سزا ورکول کېږي او د خلکو د حقونو دفاع کېږي.»

قصاص شوی۵۰ کلن منګل د طلاخان زوی د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، خو د پېښې پرمهال د خوست په علیشرو ولسوالۍ کې استوګن و.

په۲۰۲۱ زېږدیز کال واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره، دا په خوست کې د قصاص لومړنی حکم دی چې پلی کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist