Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ناسته؛ د ښځینه سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې

هرات کې د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ناسته؛ د ښځینه سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

د ایران له رضوي خراسان ولایت څخه افغانستان او په ځانګړې توګه هرات ولایت ته د راغلي دولتي پلاوي او مل سوداګرو د ناستو، لیدنو او کتنو په دوام، دا ځل د راغلي پلاوي ښځینه سوداګرو له هراتي ښځینه سوداګرو سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ښځو د وړتیاوو پر لوړولو او د ښځینه سوداګرو ترمنځ د نویو سوداګریزو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوې.

په دې ناسته کې دواړو لورو له خوا هرات کې د ښځو د کوچنیو صنایعو ودې، د ښځینه سوداګرو د توانمندۍ زیاتولو، له هراته ایران ته د لاسي غالیو او د مېرمنو اړوند نورو لاسي صنایعو صادراتو پراخېدو او همدارنګه د هرات او خراسان رضوي ولایتونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو برخه کې د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

د لوېدیځ زون د ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وايي: « موږ د مختلفو حوزو په اړه لکه کرنه، صنعت، لاسي صنایعو او د زراعت د ځانګړو برخو لکه زعفرانو، ګیاهي درملو او وچې مېوې په برخه کې بحثونه وشول. همدارنګه د لاسي صنایعو په برخه کې د هرات د ورېښمو صنعت په تړاو خبرې وشوې. دغه راز د غالۍ اوبدلو په ګډون په هغو ټولو برخو کې پر سوداګرۍ او صنعت خبرې وشوې چې ښځې په کې فعالیت لري.»

د ایران-افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، د هراتي ښځو لاسي صنايع د کیفیت او بازارموندنې له پلوه لوړ ظرفیت لري او د همکاریو پراخېدل کولی شي د ښځو په اقتصادي پیاوړتیا او د لا زیاتو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د ایران–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د ښځو چارو رییسه ندا شیرین وايي: « موږ همدا اوس کولی شو د افغانستان لاسي صنایع د ایراني ښځینه سوداګرو له لارې ایران ته وارد کړو. څومره چې زه پوهېږم، ایران کې د افغانستان د لاسي صنایعو مینه وال شته. په راتلونکي کې ښايي په نورو برخو کې هم همکاري ولرو.»

د ناستې ګډونوالې ټینګار کوي چې د هرات او رضوي خراسان ولایتونو ښځینه سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا به د بازارونو د پراخېدو او اقتصادي برخه کې د فعاله ښځو ترمنځ د دوامدارو سوداګریزو شبکو جوړېدو ته لاره هواره کړي.

د لوېدیځ زون د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله صادقه صادقیار وايي: « ښځې د صادراتو په برخه کې ستونزه لري او نه شي کولی خپله یې شخصا ً صادر کړي. نن مو په دې اړه خبرې وکړې چې د ښځینه محصولاتو د صادرولو په برخه کې شته خنډونه لرې شي؛ موږ تمه لرو چې ښځې هم د نرانو په څېر وکولی شي ایران او نورو هېوادونو ته صادرات او واردات ولري.»

د ایران رضوي خراسان ولایت سوداګره پوشنګي وايي: « باید دا ډول ناستي ادامه ولري او په دواړو هېوادونو کې وي. موږ باید له هرات څخه سوداګرې ولرو چې رضوي خراسان ته راشي او له هغو فرصتونو لیدنه وکړي چې موږ یې هلته لرو. که دا کار وشي، د سوداګرۍ خونو تر نظر لاندې به ځینې هوکړې او تړونونه هم وشي.»

د هرات ولایت ښځینه سوداګره شکریه احمدي وايي: « د روزنې، مارکېټېنګ، صادراتو، وارداتو او د طبي بوټو د کرنې او حاصل ټولولو په برخو کې او دغه راز د هغو ښځو د کاروبار په اړه مو خبرې وکړې چې په دې برخه کې فعالیت لري.»

د لوېدیځ زون د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولینو په وینا، د هرات ډېری متشبثې ښځې په کوچني کچه سوداګریز او صنعتي فعالیتونه لري او یوازې شل سلنه هراتي سوداګرې بهرنیو هېوادونو ته د خپلو محصولاتو صادراتو وس لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist