Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راپورونه: افغان حکومتي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی

راپورونه: افغان حکومتي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

د ترکيې او قطر په منځګړيتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو خبرو اترو او مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، تازه راپورونه ورکړل شوي چې د سعودي عربستان په منځګړيتوب د خبرو لپاره د دواړو هېوادونو مرکچيان رياض ته رسېدلي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان پلاوي مشري د اسلامي امارت مهم غړی حافظ انس حقاني کوي او په ترکيب کې يې د کورنيو چارو وزارت معين رحمت‌الله نجيب او دغه راز  د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي هم شامل دي.

د افغانستان حکومت سعودي عربستان ته د پلاوي سفر نه دی تایيد کړی، خو ردوي يې هم نه. بله خوا، پاکستاني رسنيو د سرچينو له قوله ويلي، د دې هېواد مرکچي پلاوی سعودي عربستان ته رسېدلی او هلته يې له افغان پلاوي سره خبرې هم کړې.

د رسنیو په راپور کې زیاته شوې: « د سعودي عربستان په منځګړیتوب د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ ناسته پای ته رسېدلې او پلاوي بېرته ستانه شوي دي. د پرمختګ په صورت کې به يې د دواړو هېوادونو رسنۍ په اړه خبرې کړای شي.»

شنونکي هم د خبرو له لارې د ستونزو د حل پلويان دي، خو دا مهمه بولي چې که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله تګ‌لاره چې په خبره يې، پر يو اړخيزو ګټو ولاړه ده بدله نه کړي، ښايي ډېر کله مذاکرات پايله ورنه کړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « که پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، باید له خپلو جنایت کاره پالیسیو تېر شي. عربي هېوادونو افغانستان ته هېڅ هم نه دي کړی، ځکه نو ویلی شم چې د عربستان غونډه به هم د قطر او ترکیې په څېر ښه پایله ونه لري.»

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « پاکستان د خپل ولس سترګو ته خاورې شني او نړۍ ته داسې ښيي چې پاکستان له ترهګرۍ سره لاس په ګرېوان دی، حال دا چې پاکستان د ترورېزم قرباني نه بلکې پالونکی دی.»

ځينې نور په مذاکراتو کې د افغانستان دريځ عادلانه بولي او له همدې امله غوښتنه کوي چې له پاکستان سره هر ډول مذاکرات بايد د بندو دروازو پر ځای په سپين ميدان وي.

د نړيوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري وايي: « افغانستان باید له پاکستان سره په دې اړه پټو خبرو ته حاضر نه شي، ځکه چې د افغانستان دریځ عادلانه او د پاکستان دريځ ظالمانه دی. که افغانستان پاکستان شفافو او ښکاره خبرو ته راکش کړي، دا به پر پاکستان د کورني او بهرني فشار زیاتېدو سبب شي؛ ځکه د پاکستان ظالمانه موقف به څرګند او خلک پرې خبر شي.»

افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلتيا په کابل او پکتيکا کې د ياد هېواد له هوايي بريدونو وروسته زياته شوه او دا څه د دې سبب شول چې افغان ځواکونو يې فرضي کرښې ته څېرمه پر پوځيانو د غچ اخيستنې خونړي بريدونه وکړي.

د دې ترینګلتيا کمولو او د ستونزې حل لپاره قطر او ترکيې په ګډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېيو پړاوونو منځګړيتوب وکړ، خو له دې امله يې نتيجه ورنه کړه چې پاکستاني لوري په کې غير معقولې او غير عملي غوښتنې کولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist