وروسته تر هغې چې اسلامي امارت له پاکستانه د درملو پر واردولو بندیزو ولګاوه، د خپلې اړتیا وړ درملو پوره کولو لپاره یې د سیمې هېوادونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیکول پیل کړل او دا ځل يې مزارشریف ښار کې له خپل یو بل ګاونډي هېواد ایران سره دې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د هیلډینک تیپکو کمپنۍ سره د شوې هوکړې له مخې به له ایرانه د درملو وارداتو ترڅنګ، د ناروغیو د لابراتواري ټېسټونو، د فني زده کړو ظرفیت لوړونې او د پرمختللو طبي تجهیزاتو چمتو کولو په برخو کې هم اوږدمهاله همکاري ولري.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید وايي: « له دې سره به د افغانستان د درملو کمبود پوره شي او د درملو د وارداتو او صادراتو یو نوی مارکېټ به رامنځته شي. تمه ده چې نږدې راتلونکي کې له ترکیې سره هم تړون لاسلیک کړو او د درملو له پلوه د افغانستان اړتیاوې پوره کړو.»
بله خوا، د ایران د خصوصي سکټور مسوولین د طبي تجهیزاتو چمتو کولو، د فني زده کړو ظرفیت لوړونې او د درملو واردولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار لري.
د ایران خصوصي کمپنۍ هیلډینګ تیپکو کمپنۍ مدیر سید محمد خوانساري وايي: « نن افغانستان ته د درملو او درملیزو محصولاتو صادرولو، د فني پوهې انتقال، ګډ تولید او په ټولیزه توګه د افغانستان د درملیزو توکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اغېزناک ګام پورته کوو. هیله لرو ستاسو په همکارۍ دغه هدف ته ورسېږو.»
له بلې خوا، بلخ کې د درملو اتحادیې مسوولین د دې اقدام هرکلی کوي او له نورو هېوادونو سره هم د ورته هوکړه لیکونو غوښتنه کوي.
بلخ کې د درمل پلورونکو اتحادیې رییس محمد صادق محمدي وايي: « له یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې له پاکستان سره لارې بندې دي، واردات او صادرات نه لرو، خو له نېکه مرغه زموږ مارکېټونه د درملو له کمښت سره نه دي مخ شوي. موږ دلته د سوداګرۍ له خونو سره جلسه لرله، په دې جلسه کې د ایران استازو خپل عام او تام ملاتړ اعلان کړ، افغانستان ته درملو صادرولو او دغه راز د ټرانزیټ ډاډ یې ورکړ.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان خصوصي سکټور تر دې وړاندې له هند سره هم د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو واردات او تولید برخو کې هوکړې کړې وې.
د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال هېواد کې د درملو جوړولو۱۲۰ کارخونې شته چې ډلې یې ۶۰ هغه فعالې دي او عملآ ۶۰۰ قلمه بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. د افغانستان تولید سیروم او شربت د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي هم.