د افغانستان برېښنا شرکت د دې ریاست دننه په اداري چارو کې د اسانتیاوو او د روڼتیا رامنځته کولو په موخه د پذیرش نوې څانګه پرانیسته.
د دې شرکت اجراییوي رییس وایي، دا دفتر د اسلامي امارت د امیر له حکم سره سم د مراجعینو اوږدې او پیچلې کاري پروسې رالنډولو په موخه جوړ شوی او د انټرنېټ له لارې به له نورو ولایتي واحدونو سره وصل وي او د هر ولایت ستوتزې به په هماغه ولایت کې حلوي.
ډاکټر عبدالباري عمر دغه راز د ايي برېښنا(E-BRASHNA) په نوم د داسې سافټ ویر جوړولو خبر هم ورکوي چې مشترکین به یې مبایلونو کې له نصبولو وروسته کولی شي له مرکز سربېره ان له ولایتونو سره خپل سندونه تعقیب کړي، شکایتونو ثبت او د برېښنا بېلونه تصفیه کړي.
د برېښنا شرکت اجراییوي رسیس عبدالباري عمر وايي: « امیرالمؤمنین د مختلفو فرمانونو او حکومونو په ترڅ کې تل ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې خلکو ته سهولتونه ایجاد کړئ، مراجعینو ته دروازې خلاصې کړئ، اوږدې پروسې او پېچلي کارنه رالنډ او اسانه کړئ؛ ترڅو له یوې خوا کاري پرمختګ وشي او له بلې خوا خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي او کولی شي خپل کاري اسناد زموږ تر دفترونو را ورسوي. د همدې لپاره د افغانستان برېښنا شرکت لازمه وګڼله چې د مراجعینو لپاره یو داسې سیسټم ایجاد کړي چې خلک له ستونزو سره مخ نه شي، همدارنګه د خلکو کارونه په شفاف، اسانه او ارزانه توګه مخکې لاړ شي. د همدې لپاره موږ دلته د پذیرش لپاره ځانګړی سیسټم جوړ کړ او نن یې دا دی پرانستنه کوو.»
په ورته مهال، د دولتي شرکتونو رییس دغه ګام د دولتي ادارو د چارو په برېښنایي کېدو کې اغېزناک ګام ګڼي، خو مني چې د بشپړ برېښنایي سیسټم د نه موجودیت له امله دولتي چارې ټکڼۍ شوې دي.
د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال وايي: « یو بل کار چې موږ یې اراده لرو او عملا ً مو کار پرې پيل کړی، هغه د برېښنايي سیسټمونو رامنځته کول دي. له بده مرغه د پرمختګ په عصر کې بیا هم زموږ ادارې له کافي برېښنا سیسټمونو بې برخې دي. موږ په دې بریالي شوي یوو چې په ځينو ادارو او شرکتونو کې دا سیسټم فعال کړو؛ البته اراده مو دا ده چې د امارتي شرکتونو په سطحه یو مرکزي سیسټم جوړ شي، ترڅو د ټولو ادارو ورځنۍ چارې ورسره چټکې او شفافې شي.»
بل پلو، د چارو ادارې رییس د افغانستان په برېښنا شرکت کې د دې برېښنايي سیسټم رامنځته کېدل د دې ریاست مشترکینو ته ښه زیری بولي او دا د دولتي اداراتو ترمنځ د سالم رقابت پایله ګڼي.
نورالحق انور وايي، په دولتي ادارو کې بیروکراسي یا کاغذ پراني په چټک ډول د مراجعینو د کارونو او ضرورتونو په حل کې لوی خنډ دی او د برېښنايي سیسټم رامنځته کېدل د چارو په ساده کولو کې د مؤثر ګام په توګه یادوي.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي: « د اسلامي امارت د ادارو ترمنځ سالم رقابت ورځ تربلې په زیاتېدو دی او موږ به په دې برخه کې د یوه ښه پرمختګ او مثبت بدلون لیدونکي یو.»
د افغانستان برېښنا شرکت داسې مهال د یاد برېښنايي سیسټم رامنځته کولو خبر ورکوي چې د دې ریاست ډېری مشترکینو له دې وړاندې د ورپېښو ستونزو د حل په موخه له پېچلو او اوږدو پروسو شکایت درلود.