Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: د پاکستان پوځي رژیم ته د لوېدیځ له خوا د سیمې نا امنه کولو دنده سپارل شوې

پښتین: د پاکستان پوځي رژیم ته د لوېدیځ له خوا د سیمې نا امنه کولو دنده سپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستیو هوایي بریدونو ته د غبرګونونو په لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دا حملې د بشریت او نړیوالو قوانینو خلاف بللې دي.

د پاکستان پوځي رژیم له لوري د دوشنبې په شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض شو او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ځینې سیمې بمبار شوې چې په کې د یوې ښځې او نهو ماشومانو په ګډون، ۱۰ تنه شهیدان شول او شپږ نور عام وګړي یې ټپیان کړل.

منظور احمد پښتین دغو بمباریو ته په اشارې ویلي، د ښځو او ماشومانو وژل د ترهګرۍ په ضد مبارزه نه بلکې خپله د ترهګرۍ یوه بیلګه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي: « د خوست، ګربزو ولسوالۍ د پاکستان له خوا بمباري شوې چې په کې بې ‌ګناه ماشومان او ښځې شهیدانې شوي دي. دا غیرانساني، غیراسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. بله خوا، په اسلام اباد کې اروپا ته د تګ په انتظار ناستو افغانانو باندې پاکستاني پولیسو سخت تشدد پیل کړی. د ښځو او ماشومانو وژل او د بې ګناه کډوالو ځورول د ترهګرۍ ضد مبارزه نه بلکې ترهګری ده. پاکستان اوس د کوزې پښتونخوا د بې‌ګناه پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو ترڅنګ، په لوی کور کې هم د پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو لړۍ پیل کړې ده.»

منظور احمد پښتین دغه راز وایي، د پاکستان پوځي رژیم لپاره ترهګري یوازې یوه پلمه ده مګر په حقیقت کې یې اصلي هدف د پښتنو د ښځو او ماشومانو وژل او د کورونو تباه کول دي.

د پښتین په خبره، پاکستان ته د لوېدیځ له خوا په سیمه کې د جګړې پیلولو ماموریت ورکړل شوی چې تر ډېره یې هدف د چین د سوداګریزې لارې یا سي پېک پروژې د پلي کولو مخنیوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځي رژیم هم له لوېدیځه ډالر اخلي او هم چین اړ باسي چې د سي پېک د امنیت لپاره پیسې ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر  منظور احمد پښتین وړاندې ویلي: « ترهګري یوه پلمه ده، په اصل کې د پښتنو ماشومان، ښځو او کورونو په نښه کول هدف دی. پاکستان ته د لویدیځو ځواکونو له خوا دنده سپارل شوې چې په یو نه یو ډول دې دلته جنګ پیل کړي. د هغه جنګ په نتیجه کې به د چین سوداګریزې لارې سي پيک بندې شي او دا لوبه چې اوس د پښتنو په سیمه کې ده، دوی هڅه کوي چې پښتانه په سیاسي ډګر کې سره بې اتفاقه کړي، ترڅو پښتانه له یو بل مرستې ته ورنه شي. پنجابي جرنیلانو یو شمیر پښتانه سیاستوال، سیمه ییز مشران او خبریالان په بیه اخیستي، ترڅو په پښتنو کې د بې اتفاقۍ او تربګنۍ فضا رامنځته کړي.»
د منظور احمد پښتین په خبره، پنجابي جنرالان فکر کوي چې د دې لوبې په پای کې به شتمنۍ، نړیواله سوداګري او هوساینه ترلاسه کړي، خو منظور خبرداري ورکوي او وایي، دا ځل به د دغو اقداماتو پایله د پاکستان پوځي رژیم  د تصور او خیالاتو خلاف وي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان پوځي رژیم په لر او بر وطن کې جنګي جنایتونه ترسره کوي او له ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي چې په اسلام اباد دې سیاسي فشارونه ډېر کړي، ترڅو بیا په ورته جنایت لاس پورې نه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « که نړۍ وغواړي پاکستان تحریمولی شي او بیا نه شي کولی په افغانستان برید وکړي. که څه هم نړیوال له افغانستان څخه ووتل، خو د پاکستان په نوم استازی یې دلته پرې اېښی؛ ترڅو په افغانستان او سیمه کې جګړې روانې وساتي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو او هېوادونو په مرسته باید یوه نړیواله غونډه برابره کړي. باید په دې غونډه کې له پاکستان څخه اوږدمهاله ضمانتونه واخلي، ترڅو بیا ځل دا ډول اعمال ترسره نه کړي.»

د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې دا بمباري داسې مهال کړې چې د سیمې په کچه ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ روانه شخړه هواره کړي. ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ترکیې یو پلاوی اسلام اباد ته هم سفر وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist