Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م ښځو اداره: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ښځو لاسنیوی او ملاتړ وکړي

د م.م ښځو اداره: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ښځو لاسنیوی او ملاتړ وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د نومبر۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده. هر کال دا ورځ د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړولو، د قربانیانو د ملاتړ او د تاوتریخوالي د ټولو بڼو پای ته رسولو په موخه نمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې(یو‌اېن‌ وومن) د دې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځو د لاسنیوي او ملاتړ غوښتنه کړې.

افغانستان لپاره د دې ادارې استازې سوزان فېرګوسن ویلي، سږ کال به په دې هېواد کې د ښځو له لوري پرمخ وړل کېدونکو بنسټونه د خپلې بودیجې پنځمه برخه له لاسه ورکړي. د نوموړې په خبره، له همدې امله د اقتصادي پیاوړتیا اړوند پروژو د عملي کېدو چارې ټکنۍ شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي: « د ښځو په مشرۍ بنسټونو لپاره د مرستو کمېدو د دوی د فعالیت وړتیا کمه کړې. دې چارې ملګري ملتونه او شریک بنسټونه په دې کې پاتې راوستي چې خورا زیانمنو ښځو او نجونو ته خدمات ورسوي. روان کال په افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا اړوند هغو بنسټونو چې د ښځو له لوري پرمخ وړل کېږي، د خپلې بودیجې پنځمه برخه هم له لاسه ورکړې. د بودیجې کموالي ملګري ملتونه اړ کړې چې د لومړنۍ او رواني پاملرنې په ګډون د بېړنیو مرستو او ژوند ژغورونکو خدمتونو ډېرې برخې وتړي او یا یې کچه راکمه کړي. نړیواله ټولنه باید له ښځو سره د اړینو مرستو ټولې لارې چارې پرانستې وساتي.»

یادې ادارې همدا راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي لوړولو لپاره د قومي مشرانو فعالانه ونډه هم مهمه بللې.  

د امر باالمعروف او نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي او د هغوی حقونو خوندیتوب په موخه د خپلو هڅو خبر ورکوي.

د یاد وزارت مسوولان وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د میراث، کورني تاوتریخوالي او جبري نکاح په ګډون د ښځو اړوند شاوخوا ۳زره دوسیو ته رسېدنه کړې. 

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزات وياند سيف‌الاسلام خيبر وايي: « زموږ د وزارت مسوولینو د روان هجري لمریز کال په لومړیو دوو ربعو کې د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو اړوند ۳ زره ۴۱۳ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. په دغو قضیو کې ۱۳۵ ښځې د میراث له حقونو برخمنې شوې، ۱۵ سوه ۴۵ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې او له ۸۳۳ اجباري یا غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی شوی.»

د ښځو حقونو یو شمېر مدافعانې بیا په لوی لاس له خپلو حقه حقونو د محرومېدو لامل د خلکو پوهاوي کچې کموالی او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې په ځينو مواردو کې تنګ ‌نظري بولي. دوی په دې برخه کې د عامه‌ پوهاوي لوړولو لپاره د قومي مشرانو او دیني عالمانو رول مهم ګڼي.

د ښځو حقونو مدافع صفیه وردګ وايي: « سره له دې چې په قرآنکریم کې زده کړه پر نرانو او ښځو فرض ګرځول شوې، خو موږ نه شو کولی زده کړې وکړو. زموږ په ټولنه کې ډېرې نجونې په بې خبرۍ او کم عمر کې په نکاح او بدو کې ورکول کېږي. له حکومت، علماوو او قومي مخورو غوښتنه لرو چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.»

دیني عالمان بیا وایي، ښځې د اسلامي شریعت اړوند ځانګړي حقونه لري او ترې بې ‌برخې کول یې فردي نظريه ده چې په خبره یې، باید په کلکه ترې ډډه وشي.

دیني عالم مفتي عبدالاحد خاکسار وايي: « زموږ په ټولنه کې ښځه ملامته او نارینه په حق ګڼل کېږي، خو دا یو لوی نقصان دی. که په لارو کوم هلک نجلۍ پسې غږ وکړي، هلک ته هېڅوک څه نه وايي، خو د نجلۍ نوم بدېږي. زموږ خلکو ته د ښځو حقونه نه دي معلوم.»

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ په ۱۹۹۹زېږدیز کال د ملګرو ملتونو له لوري په رسمي ډول اعلان شوه. دا ورځ د ډومینیکن جمهوریت د هغو میرابال درېیو خوېندو په یاد نمانځل کېږي چې د یوې دیکتاتورۍ پر وړاندې د مبارزې سمبول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist