Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: افغانستان کې له اوږد ځنډ وروسته بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شوې

عزیزي: افغانستان کې له اوږد ځنډ وروسته بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، په افغانستان کې له کلونو ځنډ وروسته د لویو پانګه اچونو او له نورو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې زياتېدو لپاره پراخه زمینه برابره شوې ده.

نورالدین عزیزي د ويون(WION) په نوم له يوه هندي ټلوېزيون سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې جګړه پای ته‌ رسېدلې او بهرني پانګه وال کولی شي له فرصت په ګټه اخیستنې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي تېره اوونۍ په یوه پنځه ورځني سفر هند ته تللی و او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سربېره یې د سوداګرۍ په چارو کې د هند د دولت له وزیر، یو شمیر نورو چارواکو او له هندي پانګوالو سره خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي: « په افغانستان کې له۵۰ کلونو راهیسې ستونزې وې، جګړې وې او ثبات نه و. اوس دا ټولې ستونزې حل شوې دي. موږ د هند پر لویو کمپنیو، پانګوالو او سوداګرو غږ کوو چې افغانستان ته راشي او په کانونو، کرنې او صنعت سکټور کې کار یا پانګونه وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز ویلي، هڅې روانې دي چې له هندي لوري سره هم په هوایي او ځمکنيو لارو، بانکي خدماتو او افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې شته ستونزې حل شي.

د عزيزي په خبره، د دې ستونزو حل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړې: « له هندي چارواکو سره مو د هوایي او ځمکنیو لارو او بانکي خدماتو په ستونزو خبرې کړې دي. که له هند سره مو واړ واړه مسایل یا ستونزې حل نه ‌شي، نو لویو موخو ته نه ‌شو رسېدلی. خو الحمدالله موږ له هندي چارواکو سره پر دې ټولو مسایلو خبرې او بحثونه وکړل چې حل به شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، اوس مهال افغانستان له ټولو هېوادونو سره پرانېستې لارې لري او نور اړ نه ‌دی چې د یوه هېواد له خوا لارې تړل کېدل پرې منفي اغېز کړي.

د چارو څارونکي بیا د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره له هند سره مثبتې اړیکې اړینې بولي او وایي، هند تل له افغانستان سره ښه ملګرتیا ساتلې.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « هندوستان یو ډېر پیاوړی اقتصادي هېواد دی، همدارنګه د درمل جوړولو په برخه کې هم مخکښ دی، د زېربناوو او تعلیم په برخه کې هندوستان یو داسې هېواد دی چې کولی شي له افغانستان سره ډېرې مرستې وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي همدارنګه ویلي، له هندي لوري سره یې د هغو افغان سوداګرو په اړه هم خبرې کړې چې په هند کې له کلونو راهیسې کاروبار لري او له یو شمېر ستونزو سره مخ وو.

بله خوا، ځينې نور شنونکي د هند اقتصاد ته په کتو داسې انګېري چې له افغانستان سره به يې همکارۍ په اقتصادي وده کې مثبت اغېز ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « دا چې افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی، نو هرڅومره چې موږ بدیلې لارې ډېرې ولرو، زموږ په ګټه دي. هندوستان د افغانستان سټراټیژیک تجارتي ملګری ګڼل کېږي او په ټوله کې زموږ ۵۰ سلنه کرنیز توکي هند ته صادرېږي، نو له دې هېواد سره د ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو لرل د افغانستان په ګټه دي.»

له پاکستان سره د افغانستان له سوداګریز پرېکون وروسته، د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکو د بدیلو لارو موندلو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. هند ته د افغان چارواکو سفر هم د دغو هڅو په اډانه کې ترسره شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist