Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې ټرافیکي پېښې زیاتېدل: د روان کال وروستیو۶ میاشتو کې ۱۶۷ پېښې شوې

کندهار کې ټرافیکي پېښې زیاتېدل: د روان کال وروستیو۶ میاشتو کې ۱۶۷ پېښې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

روان لمریز د ټرافیکي پېښو له اړخه د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکو لپاره له دې امله هم ښه نه و چې د دې کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغو پېښو کې ۲۹ تنه مړه او ۲۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندانی ویاند ملا اسدالله جمشېد وايي: « د کندهار امنیه قوماندانۍ اړوند د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي. په دغو پېښو کې ۲۹ تنه شهیدان او ۲۱۱ تنه ژوبل شوي دي. ټولټال ۲۴۰ تنه د دغو پېښو له امله ټپیان او قرباني شوي دي.»

د کندهار د ټرافیکو مدیریت مسوولین د دې پېښو لامل د موټر چلوونکو بې ‌احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراعتول  ګڼي.
دوی له موټر چلوونکو غواړي چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي، ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وشي.
د کندهار ټرافیکو مدیر مولوي خیال محمد غاور وایي: « د دې ټولو پېښو لامل احتیاط نه کول او د وسایطو ډېر ګرندی تګ دی. په ځانګړي توګه زموږ ځوانان ډېره بې احتیاطي کوي. زه له ټولو والدینو غوښتنه کوم چې تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته نقلیه وسایط په لاس مه ورکوئ. ولس او ټرافیک باید دواړه د پېښو کمولو په برخه کې همکاري وکړي.»  

بله خوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کندهار اوسېدونکي هم د خلکو بې ‌احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه پاملرنه د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي مهم عوامل بولي.
دوی له مسوولینو د سړکونو د نظم او د موټر چلولو جواز برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی نصیراحمد وايي: « د ټرافیکي پېښو یو لامل هم په لویو موټرو کې لایزر څراغونه دي.»

د کندهار اوسېدونکی احمد خالد وايي: « خلک او موټر چلوونکي ټرافیکي اصول نه مراعات کوي او بله دا چې دا لایزري څراغونه هم د ډېرو پېښو سبب دي.»

د کندهار اوسېدونکی محمد کبیر وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې خلک او چلوونکي ټول ټرافیکي قوانین رعایت کړي.»

په ښار کې د ګڼه ګوڼې زیاتوالی، د سړکونو تنګوالی، د خلکو او موټرچلوونکو له خوا د ټرافیکي قوانینو نه‌ مراعتول، په کندهار کې د ټرافیکي پېښو زیاتېدو لاملونه ګڼل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist