Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران سلګونه افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپارل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

د ايران حکومت په يوه تازه اقدام کې افغانستان ته ۲۹۲ تنه افغان بندیان چې په دې هېواد کې یې په بېلابېلو جرمونو لاس پوری کړی و، سپارلي دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي، ياد شمېر بنديان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې افغانستان ته سپارل شوي دي.

د دوی په خبره، له ايرانه انتقال شوي زندانيان به د خپلو ولايتونو په اړوند زندانونو کې د بند پاتې موده تېره کړي.

د زندانونو چارو سمون ادارې وياند محمد نسيم لالهاند وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د زندانیانو را لېږدولو کمېټې د ایران اسلامي جمهوري دولت د عدلیې وزارت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، په تېرو دوو ورځو کې ۲۹۲ تنه افغان زندانیان چې هلته په حبس محکوم شوي وو، افغانستان ته را انتقال او بیا د زندانونو چارو سمون ادارې ته وسپارل.»

د ایران حکومت له دې وړاندې هم څو ځله افغان بندیان د افغانستان حکومت ته سپارلي، ترڅو د بند پاتې موده افغانستان کې تېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت تقریبا ً هره میاشت یو شمېر افغان بندیان اعدام کړي هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist