د لویې جرګې په تالار کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په تړاو غونډه رابلل شوې وه او په کې د کابل یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
دیني علما امربالمعروف او نهې عن المنکر په دې برخه کې مهم او شرعي حکم یادوي او باور لري چې د ټولنې هر غړی ملکف دی چې له منکراتو په راګرځولو سره خلک معروفاتو ته وهڅوي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر هم د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې زياتې بولي او د کره وخت په نه ښودلو سره زياتوي، په وروستیو کې د ټول هېواد په کچه د ۱۰زره جبري ودونو مخنيوی شوی او دغه راز د کورني تاوتریخوالي نږدې ۴۰ پېښو ته رسېدنه شوې.
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر او شکایتو اورېدلو وزیر خالد خنفي وايي: « د امربالمعروف وزارت د څه کم ۱۰ زره اجباري نکاحو مخنیوی کړی. جبري نکاح دېته وايي چې د پېغلې خوښه نه ده، خو پلار یا ورور یې په جبر بل ته ورکوي. دېته د ښځو حقوق وايي. همدارنګه شاخوا ۴۰ زره د کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی هم د امربالمعروف وزارت کړی.»
حنفي زیاتوي، د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون کې هېڅ کله هم داسې څه نه دي راغلي چې ګني په عام محضر کې دې د ښځو پر خبرو بنديز لګول شوی وي. خو په خبره يې، په دې قانون کې ټینګار شوی چې بالغه نجلۍ نه شي کولی په عام محضر کې سندرې او یا هم ترانې زمزمه کړي.
شیخ خالد حنفي په دې اړه وايي: « په قانون کې داسې راغلي چې یوه بالغه نجلۍ په مجالسو او محافلو کې سندرې، ترانې او نعتونه نه شي ویلی؛ ځکه د دې په آواز کې اثر او عورت دی، په دې قانون کې کله لیکل شوي چې خبرې نه شي کولی. زه له رسنیو غواړم چې د اسلامي امارت قوانین په سمه بڼه تر خلکو ورسوي.»
په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم د معروفاتو په اقامې او منکراتو په ازالې ټینګار وکړ او زیاتوي چې دا د اسلامي نظام د لا استحکام لپاره مهمه برخه ده.
عبدالسلام حنفي په خبرو کې د کډوالو مسئله هم له پام نه غورځوي او پاکستان ته په اشارې وايي، له افغانانو سره ناسم چلن کوي او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف یې په جبري توګه د اخراجولو ترڅنګ شتمنۍ هم لوټي.
د ریاست الوزرا ادراي مرستیال عبدالسلام حنفي زیاتوي: « مهاجران خپل حقوق لري، د ګاونډیتوب، د اسلام، د مهاجرت نړیوال حقوق، خو هېڅ یو په پام کې نه نیول کېږي، په کورونو یې چاپې وهل کېږي او شتمنۍ یې لوټل کېږي. پر مهاجرینو ظلم کېږي، ښځې او ماشومان یې زندانونو ته اچول کېږي.
په همدې حال کې د کابل والي وايي، افغانان د سولې پلویان دي او هېڅ لوري سره تقابل نه غواړي، خو په خبره يې، که څوک یې پر وړاندې بد نیت ولري، بيا تر هر څه وړاندې د هېواد او ملي ګټو دفاع ته مخکې کېږي.
د کابل والي ملا امین الله عبید وايي: « که څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي، نو تاریخ د مطالعه کړي. تاریخ ثابته کړې چې چا پر افغانستان تېری کړی، امپراتوري او زور یې ختم شوی دی.»
د منکراتو د ازالې او معروفاتو د اقامې په تړاو د کابل خلکو له استازو سره د همغږۍ غونډې ته د ریاست الوزرا پیغام هم ولوستل شو چې تر ډېره په کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون د ټولنې د اصلاح لپاره مهم بلل شوی و.