Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې له نشه يي توکو رغېدلي۳۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

کندهار کې له نشه يي توکو رغېدلي۳۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/20

په کندهار کې د سوېلي زون په کچه په نشه يي توکو د روږدو کسانو(معتادینو) څلور زره بستریز روغتون څخه له ۳۰۰ زیات کسان له درملنې او د بېلابېلو کسبونو له زده کړې وروسته فارغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د یاد روغتون مسوولین وایي، دغو کسانو ته د درېیو میاشتو په  اوږدو کې د خیاطۍ، برېښنا انجینرۍ، سولرانجینرۍ، ساختماني زده کړو، ترکاڼۍ او موټرسایکلونو د جوړولو په برخه کې زده کړې ورکول شوې دي.

د کندهار معتادینو څلور زره بستریز روغتون مشر حافظ عبدالشکور شکېب وايي: « نن چې کوم کسان له حرفوي زده کړو څخه فارغېږي، شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ کسان دي چې د درېیو میاشتو په لړ کې فارغ شوي دي. په دغو زده کړو کې خیاطي، نل دواني، تعمیرات، د برېښنا سیسټم او ځینې نور ټولګي شته دي.»

کندهار کې پر نشو روږدي کسان بیا د اسلامي امارت د دې اقدام هرکلی کوي او وایي، تردې مخکي یې ژوند ډېر خراب وو او اوس دلته د درملنې ترڅنګ د کسبونو زده کړه هم کوي. د دوی په اند، له دې وروسته به له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د نشه يي توکو له کارولو رغېدلی هدایت الله وايي: « ما دلته درې میاشتې وخت تېر کړ او د نل غځولو له ټولګي فارغ شوم. زه اوس کولی شم په دې برخه کې کار وکړم.»

یو بل روغ شوی بشیر احمد وايي: « زه د ودانیو له برېښنا غځولو ټولګي فارغ شوم. دا زده کړه به ډېره زما په درد ولګي، ځکه د نشه يي توکو کارول د بېکارۍ له امله وو.»

روغ شوی معتاد باسط وايي: « زه له ټولو فارغو شویو کسانو غواړم چې نور له نشه يي توکو او په دغو توکو له روږدو کسانو څخه لرې وساتي.»

په ورته مهال، د کندهار امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د نشه‌ یي توکو د پلورونکو او روږدو کسانو د راټولولو پر وړاندې یې په چټکۍ سره مبارزه روانه کړې او پرمهال یې لسکونه کسان نیول شوي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند مولوي اسد الله جمشید وايي: « د نشه يي توکو د هر ډول کاروبار په اړه که دا د نشه يي توکو کښت دی، که کارونه او قاچاق، د ټولو پر وړاندې چټکه مبارزه پیل شوې او په دې تړاو مو ګڼ شمېر پلوروونکي او لېږدوونکي نیولي دي.»

کندهار کې د معتادینو په یاد ۴زره بستریز روغتون کې د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، نیمروز او فراه ولایتونو په نشه يي توکو روږدي یا معتاد کسان ساتل کېږي چې دا مهال یې شمېر۲ زره تنو ته رسېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist