Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ زلزله ځپلي د خوراکي مرستو ترڅنګ، د ویجاړو شویو کورونو بیا رغونه غواړي

بلخ زلزله ځپلي د خوراکي مرستو ترڅنګ، د ویجاړو شویو کورونو بیا رغونه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/20

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره د سرې میاشتې په همغږۍ د ملک سلمان او توحید خیریه موسسو خوراکي توکو مرستې وېش پيل شو. په دې لړ کې به شاوخوا ۸۰۰ زیانمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.

زلزله ځپلي که څه هم له دغو مرستو هرکلی کوي، خو پر حکومت او خیریه موسسو د ویجاړو شویو کورونو د جوړېدو ټینګار هم کوي.

د زلزلې له امله زیانمن شوی احمدشاه وايي: « دا مرستې ښې دي خو کفایت نه کوي، د خلکو کورونه ویجاړ دي، هغه باید ورغول شي.»

زیانمن شوی نظام الدین وايي: « دا خلک ناتوانه او بېوزله دي، د خپلو کورونو د جوړولو وس نه لري، که د دوی کورونه ورته جوړ شي، دا به له دې مرستو ښه وي.»

په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، خرما، بوره، د ملک سلمان او توحید خیریه موسسو مرستې کڅوړو ده چې پر زلزله ځپلو وېشل کېږي.

د خیره بنسټ مسوولینو په وینا، په دې مرستو اکتفا نه کوي او راتلونکي کې هم د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکوي.

د خیریه بنسټ مسوول شاه زمان هلال وايي: « د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او د توحید موسسې په همکارۍ، د ټول افغانستان په کچه ۶۰ زره بستې مواد چمتو شوي او په هر ولایت کې به په اړمنو وېشل کېږي. د بلخ ولایت مرکز لپاره ۸۰۰ بستې ځانګړې شوې چې یوازې زلزله ځپلو ته به ورکول کېږي. په دې مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵.۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو مایع غوړي او ۸ کیلو خرما شامل دي.»

له دې ټولو سره، د بلخ سرې میاشتې مسوولین د زیانمنو شویو کورنیو ستونزې مني، خو له خپلو هڅو هم ډاډ ورکوي او وایي، د زلزلې پرمهال د تخریب شویو کورونو جوړولو په اړه یې له ځینو ملاتړو بنسټونو سره خبرې روانې دي.

بلخ کې د سرې میاشتې ټولنې رییس محمد یونس معصومي وايي: « د ویجاړو شویو کورونو په اړه سرې میاشتې خپل معلومات له مرکزي دفتر سره شریک کړي او په اړه یې له ډونرانو سره بحث روان دی. تمه لرو چې د کورونو جوړولو ترتیب هم برابر شي. د سرې میاشتې ټولنې تر اوسه د شمال له ۸۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې کړې دي.»

که څه هم له زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کېږي، مګر د ژمي او سړې هوا په را رسېدو سره د سرپناه نه شتوالی د دوی اساسي ستونزه بلل کېږي او له حکومته یې د ژر جوړېدو غوښتنه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist