Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات – بادغیس لویې لارې د اساسي رغونې چارې په بشپړېدو دي

د هرات – بادغیس لویې لارې د اساسي رغونې چارې په بشپړېدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/20

د ارملک – لامان سړک هرات ولایت له بادغیس ولایت او بیا له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې سړک د اسفالټ چارې د بادغیس تر سبزک بند پورې بشپړې شوې دي.
د قراردادي شرکت مسوولین وایي، د یاد سړک رغنیزې چاري د هرات کرخ ولسوالۍ د ارملک له سیمې څخه پیل او د بادغیس تر لامان سیمې پورې رسېږي چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به بشپړې شي.

د قراردادي شرکت رییس هارون عظیم وايي: « پاتې برخه چې شاوخوا ۱۰ کیلومټره وه، شاوخوا ۳.۵ کیلومټره یې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله پاتې وه. اوس یې کار پيل شوی او راتلونکو څو ورځو کې به یې کارونه بشپړ شي. په دې سره به د هرات – بادغیس خلک لویه ګټه واخلي.»

یاد سړک ۵۲ کیلومټره اوږدوالی لري چې چاري یې د څه باندي ۶۲ میلیون ډالرو په لګښت د تېر حکومت پرمهال پیل شوې وې، خو یوازې د بادغیس اړوند سبزک بند مربوطاتو کې یې درې نیم کیلومټره برخه پاتې ده.

د هرات ټولګټو ریاست د ساختماني چارو آمر ګل اغا نصرت وايي: « موږ له شرکتونو سره د کار پرمهال کیفیت ته ډېره پاملرنه کوو. د خدای فضل دی اوس په هره برخه کې ښه تکړه انجینران لرو، موږ هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې دا سړک به په ښه کیفیت جوړ کړو.»

بله خوا، مسافر او موټرچلوونکي د دې لارې جوړېدل مهم بولي او وايي، له دې سره به په ټرافیکي پېښو کې د پام وړ کموالی راشي.
د بادغیس اوسېدونکی حامد وايي: « دا لاره ډېره خرابه او خطرونو ډکه وه؛ که د دې لارې کارونه بشپړ شي، دا به خلکو ته ډېرې اسانتیاوې راولي.»

موټر چلوونکی اسدالله وايي: « زموږ موټر به تل په خټو کې نښتي وو، جمپونه او کندې وې. اوس نو دا دی سړک پخېږي او خلک ډېر خوشاله دي.»

موټر چلوونکی هارون حمیدي وايي: « په دې لاره ډېرې ستونزې او مشکلات وو، اوس چې سړک جوړېږي هیله لرو د خلکو ستونزې هم کمې شي.»

د یادونې ده چې د دې سړک د جوړېدو قرارداد په ۱۳۹۰ لمریز کال له سندرېلا شرکت سره شوی و، خو د وروستیو تحولاتو او نورو ناڅرګندو دلایلو له امله یې چاري څو ځله درېدلې وې. تمه کېږي چې دا ځل به د دې حلقوي سړک چارې بشپړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist