Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې له دولسم ټولګي فارغې نجونې: لوړې زده کړې مو ارمان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/15

په سوېل پکتیا ولایت کې له دولسم ټولګیو فارغې شوې نجونې وايي، لوړې زده کړې یې ارمان دی او له  اسلامي امارته غواړي، چې زمینه ورته  برابره کړي. 

پکتیا کې له دولسم ټولګي فارغه یوه نجلۍ وايي:« د هرې نجلۍ دا هېله ده، چې یو ځای ته ورسېږي او مور او پلار یې پرې ویاړ وکړي. نو زموږ هېله ده،چې د سږ کال ټولو فارغانو ته دې طب پوهنځي د ګډون زمینه برابره شي.»

پکتیا کې له دولسم ټولګي یوه بله فارغه شوې نجلۍ بیا وايي:« له اسلامي امارته مو هېله دا ده،چې زموږ خویندو ته دې تر ۱۲ او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.»‎‎‎‎

له ۱۲ ټولګي تازه فارغې شوې نجونې وایي، په روان کال یې د کورونا وبا او سیاسي تحولاتو له کبله په سم ډول درسونه نه دي لوستي او هېله لري،چې مسوولین به ورته د کانکور چمتووالي کورسونه جوړ کړي. 

پکتیا کې له دولسم ټولګي فارغه شوې نجلۍ وايي:« زموږ یو ارمان دا هم دی،چې نجونو ته دې کانکور ازموینه کې د ګډون او همدا راز د چمتووالي لپاره لنډ مهاله کورسونه جوړ شي.»

پکتیا کې له دولسم ټولګي یوه بله فارغه شوې نجلۍ بیا وايي:« له شک پرته چې حکومت تغیر وکړ، سږ کال مو د دغه تحولاتو او کورونا وبا  له کبله درسونه په سم ډول ونه لوستل. هېله ده،چې د کانکور چمتووالي کورسونه راته جوړ شي.»

د پکتیا پوهنې  مشر نیک محمد منیب وايي،د راتلونکي کال لپاره د اسلامي امارت له لوري د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو پر طرحه کار روان دی او پکتیا کې به نجونو ته د کانکور چمتووالي کورسونه هم جوړ شي.

د امارت له راتګ سره محدود شمیر ولایتونو کې نجونو ته له اووم ټوولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړل شوې او د پاتې ښوونځیو زده کوونکو کلنیو ازموینو کې ګډون نه درلود او نمرې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو له مخې ورکړل شوې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist