Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړیوال پر افغانستان د خپلو سیاسي او اقتصادي فشارونو تر شاه ستر اهداف لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/14

د سیاسي چارو  کارپوهان وايي،نړۍ سیاسي او اقتصادي تحریمونو ته د فشار نوم ورکوي،چې په وینا یې نړیوال اوس دا نه شي زغملای چې افغانستان کې دې جګړې پایته ورسیږي او اوس غواړي،چې د خپلو دغو فشارونو په وسیله افغانستان د یوې بلې جګړې پر ډګر بدل کړي او یاهم ځینې ډلې ټپلې بیاځلې جګړې ته وهڅوي.

کارپوه  سرور نیازی  وايي:«  کله چې طالبانو قدرت ونیوه او دوی پر ټول افغانستان  حاکمیت پیدا کړ او جګړه دلته ختمه شوه،اوس نړیوال د جګړې د بیا پیل لپاره کله  اقتصادي تحریمونه لګوي او کله د بیا راتګ نارې وهي او ځینې ډلې او ټپلې بیا د جنګ لپاره هڅوي.»

له شااوخو څلور میاشتو راپدېخوا نړۍ په خپلو کې په همدې سلا مشورې بوخته ده،چې دافغانستان نوی نظام پر رسمیت وپیژني او کنه،خو پر افغانستان لګېدلو بندیزونو میلیونونه افغانان له کړاو سره مخ کړي.

په دغه موده کې له افغانستان سره د نړۍ دسیاسي اړیکون پرېکون او پر دغه هېواد اقتصادي تحریمونه هغه څه دي،چې د افغانستان اقتصادي نظام یې له سقوط سره مخ کړی او ستر بشري ناورین لپاره یې لار پرانېستې ده.

ځنې  کارپوهان بیا وايي، کابل تراوسه نه دی توانیدلی،چې د نړیوالو شرطونه پوره کړي او همدا لامل دی، چې د افغانستان په تړاو د نړۍ سیاسي او  اقتصادي دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

کارپوه طارق فرهادي  وايي:« د اسلامي امارت اصلي ستونزه دا ده، چې په دې ونتوانید،چې په ملګرو ملتونو کې څوکۍ لاسته راوړي او د امریکا تحریمونه دوام لري. که څو محدود هېوادونه هم د افغانستان نوی نظام پر رسمیت وپیژني دا اقتصادي ستونزه نه شي حل کولای.»

بهرینو چارو وزارت بیا وايي، د افغانستان پر وړاندې د نړۍ فشارونه د اقتصادي نظام د ړنګولو په مانا دي او دوام به یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړي،بلکې سیمه به هم بې ثباته او بشري ناورین سره مخ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي:« په حقیقت کې دغه فشارونه افغان ملت سره پاشي او د ټول اقتصادي نظام د سقوط مانا ورکوي او که دا ادامه پیدا کړي، نه یوازې دا چې دلته به د یو ستر بشري ناورین شاهدان واوسو، بلکې ټولې سیمې ته به میلیونونه افغانان کډوال شي او ټوله سیمه به د ناامنۍ بې ثباتۍ او بشري ناورین سره مخ کړي.»

پر رسمیت د افغانستان د نوي نظام نه پیژندل،د افغانانو د شتمنیو کنګل او اقتصادي بندیزونو د افغانانو ژوند سخت کړی او شااوخوا ۲۳ میلیونونه وګړي، یې له فقر سره مخ کړي دي.

کارپوهان په دې باور دي، که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي افغان ولس به له یوه داسې بشري ناورین سره مخ شي،چې  بیا به یې مهار هم ستونزمن کار وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist