Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاولز: نړیواله ټولنه د تل لپاره افغانستان سره مرستې نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/14

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي  ارنوت  پاولز له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، نړیواله ټولنه د تل لپاره افغانستان سره مرستې نه شي کولی او په خبره یې  دا هېواد باید افغانان پرځان بسیا کړي.

پاولز وايي، افغانستان باید پرمختګ وکړي او د تل لپاره پر نړیوالو مرستو متکي نه وي.

 هغه وايي، له کابل سره یې اړیکې مثبتې دي او هېله لري،چې نور هېوادونه هم کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

پاولز وایي،له خپل نوي دفتر څخه نه یوازې بشري مسایل تعقیبوي،بلکې سیاسي او دیپلوماتیک فعالیتونه هم پر مخ بیایي.

هغه زیاته کړه:« په ټوله کې دا اړیکې ښې دي او له طالب چارواکو سره موږ هم په کابل کې او هم په دوحه کې پرانېستې خبرې او لیدنې ترسره کوو. طالبان هم د نړیوالې ټولنې ښه راغلاست وایي،چې دلته بیا کارونه پیل کړي. اوسني واکمنان افغانان دي او زما په څېر هغه چا چې دلته کار کړی دی، د افغانانو له کلتور ښه خبر یو او په دې برخه کې زه د تېر په پرتله لوی توپیر نه ګورم.»

د تېر حکومت له راپرځېدو او په افغانستان د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره ډېری هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په کابل کې خپل سفارتونه او دفترونه وتړل،خو په تیرو درې میاشتو کې یو شمېر سفارتونه او دفترونه بیا پرانېستل شول،چې یو یې د اروپایي ټولنې ګډ دفتر دی.

ارنوت پاولز چې په افغانستنان کې د اروپایي ټولنې استازیتوب کوي،د ښځو له وضیعت پوره خوښ نه دی.

پاولز ټينګار لري،چې د نجونو لپاره د ابتدایي ښوونځیو پرانېستل د طالبانو رسمیت پیژندنې پر لور یو ګام کیدلی شي.

 د هغه په وینا طالبان باید د هېواد د پرمختګ لپاره ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

پاولز زیاتويي:« نړیواله ټولنه نه شي کولی،چې د ټول عمر لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي، دلته باید په خپله پرمختګ رامنځته شي دا پرمختګ هغه مهال کیږي،چې د افغانستان ټول وګړي نارینه، ښځینه، هلکان او نجونې  پر ګډه کار وکړي او موږ باید پر همدې خبرې وکړو.»

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي،له افغانانو سره یې بشري مرستې له ۴۰ میلیونه یورو څخه سل میلیونه یورو ته پورته کړي او ژمنه یې وکړه،چې دلته به د ښوونکو او ډاګټرانو تنخواوې ورکوي.

 هغه وایي د اوسني بشري ناورین د مهار وروسته یې هڅه دا ده،چې دلته پانګونه وکړي او ټینګار کوي،چې افغانستان په خپله له طبیعي اړخه بډایا هېواد دی،چې باید له پانګې یې ګټه پورته شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist