Skip to content
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی دی،چې د ساړه ژمي تر را رسېدو وړاندې دې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.
کاملوف په تاشکند کې یوې خبري ناسته کې وویل، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران مخنیوي لپاره نړۍ ته په کار ده،چې د ژمنو پر ځای عمل وکړي او د دغه جګړه ځپلي هېواد لاسنیوي ته راودانګي.
کاملوف ټینګار کړی،چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر اوس د نړۍ مرستې ته اړتیا لري او نړۍ هم باید تر دې ډېر د دغه هېواد وګړي ناهیلي نه کړي.