Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جي اوه ناسته: بریټانیا له افغانستان سره د ۷۵ میلیونو پونډو د مرستې اعلان وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

د بریټانیا په لېورپول ښار کې د نړۍ اوو سترو اقتصادي هېوادونو یا جي اوه ناسته روانه ده،چې مهمې اجنډاوې یې نړیوالې روغتیايي ستونزې او  د اقلیم بدلون دي.

دا په تېرو درې میاشتو کې دویم ځل دی،چې د بریټانیا پر مشرۍ او کوربتوب د جي ۷ هېوادونو ناسته جوړېږي،چې د افغانستان په اړه هم په کې مهمې پریکړې کېږي.

د جي اوه هېوادونو ناسته کې بریټانیا له افغان ولس سره د ۷۵ میلیونه پونډه اضافي مرستې ژمنه وکړه.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیره  لېز ټرس  وايي:« بریټانیا له افغانستان سره راتلونکی ژمي کې بشري مرستې زیاتوي. هغه مرسته چې نن موږ اعلان کړې،هغه به وکړای شي،چې د خلکو ژوند وژغوري، د ښځو او نجونو حقوق به خوندي کړي او په سیمه کې به له ټیکاو سره مرسته وکړي. موږ چې د افغان ولس لپاره څومره په وس کې وي،هغه به وکړو.»

دغه مرستې بیا هم اسلامي امارات ته د سپارلو پر ځای یو ځل بیا د خوړو نړیوال سازمان په ګډون د خیر ښېګڼې بنسټونو ته ورکړل کېږي.

د خوړو د نړیوال سازمان اجرائیه مشر ډیویډ بیسلي  د دغې مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه،چې له دې سره به په افغانستان کې د زرګونو کسانو  ژوند وژغورل شي.

بیسلي زیاته کړه:« د خوړو نړیوال سازمان د بریټانیا د حکومت او ولس له دغې مرستې هرکلی کوي، ځکه دغه مرسته به د دې لامل شي،چې د زرګونه کسانو ژوند وژغورل شي. هلته ښځې او ماشومان د راتلونکې بدمرغۍ قرباني دي.»

بیسلي اندیښنه څرګنده کړه،چې په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیون وګړي له لوږې سره مخ دي او د وچکالۍ ګواښ اوس هم پر خپل حال پاتې دی.

بېسلي زیاتوي:«هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې اوس مهال ګورو،د ډېرې خواشینۍ او اندېښنې وړ دي. ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او ټول هېواد له وچکالۍ سره مخ دی. ښځې او ماشومان ددې هرڅه قرباني دي.»

د جي اوه هېوادونو په دې ناسته کې د بریټانیا،امریکا،کاناډا، جاپان، جرمني، فرانسې او ایټالیا استازو ګډون درلود.

روانه ناسته به د بریټانیا پر مشرۍ وروستۍ ناسته وي،چې په دغه هیواد کې ترسره کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist