Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونونه: اسلامي امارت دې دافغانانو د برابرۍ او بشري حقونو لپاره جدي کار وکړي.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/11

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د بشري حقونو نړیوالې ورځې په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.

 په خبرپاڼه کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو، حکومتي کارکوونکو، لاریون کوونکو، درسنيو د کارکوونکو، لږکيو او د بشري حقونو د مدافعینو د وژل کېدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتريخوالي او جبري ورکېدو د معتبرو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

یوناما له طالبانو غوښتنه کړې چې د دغو راپورونو په تړاو څېړنې وکړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما غوښتنه کوي: «جرمونو د ترسره کېدو د مخنيوي لپاره بايد طالبان د ټولو ممکنه اقداماتو په ترسره کولو سره د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره ژمنتيا وښيي.»

د سولې او سیاسي چارو په برخو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله چې په درې ورځني سفر کابل ته راغلې وه، وایي چې د طالبانو له مشرانو، د ښځو حقونو فعالانو، مدني ټولنو او دیپلوماتانو سره یې لېدلي او د پنجشبې په ورځ بېرته تللې ده.

روزمیري ډي‌کارلو هم د مرستو پر دوام ټنیګار کړی، خو غوښتنې یې هم درلودې.

د م.م سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي‌کارلو وايي: «د افغانستان ښځې او نجونې غواړي ښوونځي ته لاړې شي، کار وکړي او له تبعیض پرته په عامه ژوند کې برخه واخلي. په دې برخه کې شوي پرمختګونه باید له منځه ولاړ نه شي.»

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي
افغانستان

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې
افغانستان

د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې

جولای 20, 2026
حنفي: د منکراتو  مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده
افغانستان

حنفي: د منکراتو مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده

جولای 19, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist