Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

الکبروف: راتلونکي کال ښایي د افغانستان بشري ناورین د مهار لپاره تر ۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/08

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا مسوول رامز الکبروف له شمشاد سره په یوه ځانګړې مرکه کې افغانستان دا مهال تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ بللی او اټکل کوي،چې ښایي د دې ناورین د مهار لپاره تر ۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا وي.

الکبروف وايي، دلته د بشري ناورین ستونزه تازه نه ده،بلکې د اقتصادي ودې لپاره له پخوا کار نه دی شوی او پر افغانستان تازه بندیزونو دا ناورین لا پسې پړسولی دی.

الکبروف زیاتوي:« لومړی به دا ووایم،چې افغانستان له تېرو څو لسیزو راپدیخوا پرمختګ نه دی کړی. دلته کار نه دی شوی،چې اقتصادي وده رامنځته شي او د افغانستان کلیوالې سیمې پرمختګ وکړي. دلته جنګونه وو او په هېواد کې جګړې روانې وې او له دې مهم دا چې دا څلورم کال دی،چې موږ په افغانستان کې له وچکالی کړیږو.»

الکبروف د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د کنګل شوې پانګې بېرته ازادول به بشري ستونزه حل کړي او که نه وویل، دا پیسې د اقتصادي څرخ په حرکت راوستلو کې مرسته کولی شي،خو په وینا یې دا د ستونزې یوازنی حل نه شی کیدای.

هغه وايي:« البته چې د نغدو پیسو شتون له اقتصاد سره مرسته کوي،خو دا یوازنی ستونزه نه ده،چې باید حل شي. له دې نور لوی مسایل شته دی،چې باید حل ورته پیدا شي. لومړی دا چې افغانستان د منابعو د مدیریت لپاره باید یو سالم سیسټم ولري او دلته باید یوه سالمه پروسه و اوسي.»

الکبروف همداراز وویل، بشري مرستې هېڅکله بشري ناورین نه شي حل کولی او په وینا یې دلته باید د خصوصي سکتور او بزګرانو ملاتړ وشي،تر څو خلک په خپله ډوډوۍ او د پیسو ګټلو منابع پیدا کړي.

هغه وایي،دا چې د افغانستان روان بشري ناورین به تر کومه روان وي، اټکل نه شي کولی، خو ډاډ یې ورکړ،چې ملګري ملتونه د افغانانو ملاتړ او مرستو ته دوام ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist